لاس رسیدونکی لینک

 
افغانستان سره د تاؤ تريخوالي وروستو منځنۍ اسيا ته د پاکستان تجارت په ټپه ودرېدلی
تازه خبر

افغانستان سره د تاؤ تريخوالي وروستو منځنۍ اسيا ته د پاکستان تجارت په ټپه ودرېدلی


د پاکستان او افغانستان سوداګر داسې تګلارې ته وده ورکوي چې ورسره د دواړو هېوادونو يو بل سره اړيکې او سوداګري سېوا شي.

د پاکستاني رسنیو ترمخه د دواړو خواؤ سوداګر په دوه اړخيزه سوداګرۍ کمېدو اندېښمن دي او غواړي چې دغه تجارت بيرته خپل ځای ته راشي.

راپورونه وايي د دوشنبې/ ګل په ورځ د دواړو هېوادونو سوداګرو هيئتونو په اسلام اباد کې ليدلي چې داسې تګلاره وړاندې کړي چې د دواړو په ګټه وي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرو د صنايعو او ګډې خونې لخوا راجوړه يوه ورځنۍ ناسته کې په دې خبرې شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په مېز د خبرو دپاره د اعتماد او د ډاډ وړ ماحول راجوړ کړی شي تر څو د پولې پورې غاړې سوله او اقتصادي خوشحالي وي.

په ناسته کې د پاکستان نه منځنۍ اسيا په سوداګرۍ کمېدو هم اندېښنه څرګنده کړی شوې ده.

د پاکستان صنعت کار د پنجاب او نورو ښارونو څخه منځنۍ اسيا لوري ته سيمنټ، کېمېکل، پلاسټک او د څرمنې د جوړو څيزونو سره د خوراک څښاک توکي هم ليږي.

د دواړو خواؤ سوداګرو د دوه اړخيزه سوداګرۍ د سېوا کولو غږ کړی دی.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنايعو د ګډې خونې مشر زبېر موتي والا په وېنا د پاکستان او افغانستان سوداګري په تېر دوه کاله موده کې د ۲.۷ اربه ډالرو نه ۱.۲ اربه ډالرو ته راټيټه شوې ده.

نوموړي ډيوه سره په خبرو کې ويلي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کمېدو ګټه هند او چين ته رسي ځکه هند د هغو توکو ځای نيسي کوم چې د پاکستان نه افغانستان ته لېږل کيږي.

هغه ويلي، پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کمېدو تر ټولو سېوا تاوان پېښور ته اوختی ځکه چې پېښور افغانستان ته تر ټولو نزدې پوله لري او دغه ځايه يا له دغه لارې ډېره سوداګري د افغانستان سره کيږي.

د دواړو هېوادونو سوداګر نه يواځې په خپلو حکومتونو د سياست او اړيکو ساتل د سوداګرۍ څخه د جلا کولو غوښتنه کوي بلکې په ځانګړي ډول ګاونډي چين باندې غږ کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې رول ولوبوي د ترهګرۍ پرضد مبارزه او امنيت د لارې سوداګرۍ ته زمينه برابره کړي.

د پاکستان او افغانستان اړيکې د تېرې اوږدې مودې نه تاؤژنې دي که څه هم په وروستيو کې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو او هېئتونو راشه درشه شوي خو په څرګنده د هغې کومې مثبتې نتيجې نه دي ليدل شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG