لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم د اپرېل په ۶مه کابل ته ځي


د افغانستان او پاکستان دواړو حکومتونو تایید کړې چې د پاکستان وزیراعظم شاهد خان عباسي به د اپرېل په ۶مه کابل ته سفر وکړي او د ترهګرۍ په ضد مبارزې پر سر د دواړو هېوادونو تر منځ د پیدا شویو بې باوریو د له منځه وړلو او د اړیکو د ښه کولو په اړه به خبرې وکړي.

د افغان حکومت د اجراییه ریاست ویاند جاوید فیصل وي.او.اې ډیوه ته ویلي، د افغان حکومت په رسمي بلنه به د راتلونکې اپرېل میاشتې پر شپږمه نېټه د پاکستان وزیراعظم کابل ته سفر کوي او د حکومتونو تر منځ به د باور پیدا کولو پر مسایلو خبرې کیږي.

فیصل ویلي، د باور پیدا کولو لپاره به افغان حکومت د پاکستان له وزیراعظم خاقان عباسي څخه غوښتنه وکړي، چې د ترهګرۍ په ضد د مبارزې، د سولې بهیر د همکارۍ او د وسلوالو مرکزونو د تړلو هغه ژمنې عملي کړي چې د ګډو همکاریو د پیل په مهال شوې وې. فیصل وايي:

"په دې مذاکراتو کې به عمده بحث دا وي چې پاکستان دې یو لړ داسې اقدامات وکړي چې د هغې پر اساس موږ پر پاکستان د همکاریو باور وکړای شو او تر هغه وروسته بیا بله مرحله پیلیږي اوهغه به د ګډو همکاریو مرحله وي".

افغان ولسمشر اشرف غني دوې اوونۍ وړاندې کابل ته د پاکستان د امنیتي چارو د سلاکار ناصر جنجوعه د سفر په وخت وزیراعظم شاهد خان عباسي ته د کابل د سفر بلنه ورکړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د زیارت- پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، که دا ډول اړیکې دوام ولري نو د افغانستان د شخړې حل ممکن دی.

د پاکستان وزیراعظم او نورو لوړپوړو چارواکو وروسته له هغه کابل ته سفرونه پیل کړي چې افغان ولسمشر د کابل پروسې په وروستۍ غونډه کې له پاکستان سره حکومت په حکومت د خبرو او مذاکراتو غوښتنه وکړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG