لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې په عارضي ډول پاتې کېدو دپاره د افغانانو د نوم لیکنې عمل شروع شوی


د رپورټ ترمخه ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي وویل ممکنه ده چې هغه 72500 افغانان د ټي پي اېس دپاره اهلیت ولري چې دافغانستان نه راویستل شوي دي
د رپورټ ترمخه ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي وویل ممکنه ده چې هغه 72500 افغانان د ټي پي اېس دپاره اهلیت ولري چې دافغانستان نه راویستل شوي دي

د امریکې داخله وزارت یا ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سکیورټي افغانانو دپاره په امریکا کې د پاتې کېدو په لړ کې د "ټېمپرېري پروټېکټېډ سټېټس" ټي پي اېس يا دعارضي تحفظ په غرض د رېجسټرېشن یا نوم لیکنې عمل د جمعې په ورځ شروع کړو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، ډپارټمڼت اف هوم لېڼد سکیورټي په خپل بیان کې وویل هغه افغانان د ټي پي اېس دپاره اهلیت لري چې د سږ کال د مارچ د میاشت د 15 نېټې راهسې امریکې ته راغلي او هم د دغه وخت راهسې مسلسل په امریکا کې موجود پاتې شوي وي.

د رپورټ ترمخه ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي وویل ممکنه ده چې هغه 72500 افغانان د ټي پي اېس دپاره اهلیت ولري چې دافغانستان نه راویستل شوي دي.

د وي او ای رپورټ وايي د ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي د اعلان نه څو ورځې وړاندې د امریکې د کانګرس ایوان نمایندګان یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز اوکراین سره د مالي امداد په قانون کې هغه ماده لېرې کړه چې افغانانو دپاره یې په امریکا کې د مستقل رهایش لاره هواروله.

د امریکې سېڼېټ دغه قانوني مسوده چې د افغانانو په اړه دغه مجوزه ماده نه لري، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یې منظور کړو. د صدر جوبایډن دستخط به د کانګرس نه مظوره شوي مسوده په قانون کې بدله کړي.

د افغانستان سره ملاتړ په کمېدو دی؟

که څه هم په مجوزه قانون کې د ترمیم او د مجوزه قانوني مسودې مادې لېرې کولو او یا د بدلوولو اختیار د کانګرس غړي لري خو د وي او ای رپورټ وايي افغانان او په امریکا کې د افغانانو د ابادولو فعالان ګڼي دا فېصله چې په امریکا کې د افغانانو د ابادېدو په اړه ماده دې د مجوزه قانون نه لېرې کړی شي دا امکان څرګندوي چې په کانګرس کې هېواد نه د راوېستل شویو افغانانو دپاره حمایت په کمېدو دی.

افغان اييوېک نومې تنظیم افغانستان نه د راویستل شویو افغانانو مرسته کوي، د دې باني شان وېن‌ ډایور وي او ای ته وویل د دې باوجود چې افغانانو په کلونو کلونو د امریکایانو سره مرسته کړې ده خو چې د مهاجرت خبره شي نو د افغانانو په باره کې هم د عامو کډوالو په شان بیان بازي اورېدل کېږي.

د سېنټر فار ایميګرېشن سټډیز یا د مهاجرت د مطالعې مرکز نومې رابرټ لا وايي اوکراین سره د مالي مرستې دپاره د قانوني مسودې نه د افغانان په اړه ماده ممکنه ده په دې فکر لېرې کړی شوي وي چې په اوکراین د روس یرغل سره د افغانانو موضوع تړون نه لري.

تېره هفته د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي نه پوښتنه وشوه چې په امریکا کې افغانانو بالاخر ابادېدو دپاره به څه لرې لارې چارې لټولی شي نو هغې وویل په دې لړ کې د کانګرس غړو سره خبرې دوام لري.

په داسې حال کې چې د وایټ هاوس توجه په اوکراین کې د روس په یرغل ده او د کانګرس غړي اینده میاشت د منځنۍ مودې انتخاباتو سره مخامخ دي، ماهرین وايي داسې نه ښکاري چې د واکمن ډېموکرېټک او یا د حزب اختلاف ريپبلېکن ګوند غړي به د افغانانو په اړه په نوي قانون سازۍ کې ډیره دلچسپي ولري.

د سېنټر فار ایميګرېشن سټډیز یا د مهاجرت د مطالعې مرکز نومې رابرټ لا وویل هغه فکر کوي چې د اینده څو کلونو پورې به افغانانو دپاره په امریکا پاتې کېدو دپاره هم دغه عارضي اجازت نامه وي چې دوام به ورته ورکړی کېږي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه چونکه زیاتره افغانان لکه د "سپېشل ايمیګرېشن ویزه" اېس ايي وي په شان د خصوصي ویزو مستعملو پروګرامونو دپاره اهلیت نه لري نو کانګرس به ضرورت لري چې په امریکا کې افغانانو د مستقل رهایش دپاره قانون جوړ کړي.

رابرټ لا وویل یوازې د هغو افغانان دپاره په امریکا کې د مستقل رهایش لاره هواره ده چې په اېس ايي وي او یا د کډوالو دپاره د ویزو په پرواګرام امریکې ته راغلي دي.

امریکايي مامورینو ویلي په امریکا کې د ابادېدو په لړ کې به د هغو افغانانو مرسته کوي چې د اېس ايي وي ویزې دپاره اهلیت لري او یا په افغانستان کې امریکایانو سره د همکارۍ له امله یې په افغانستان کې ژوند د خطر سره مخاخ دی.

تېر کال د اګست د میاشت په 30 نېټه افغانستان نه د امریکې د انخلا بهیر د ختمېدو د اعلانولو په موقع د امریکې خارجه وزیر اېنټي بلېنکن وویل ګڼ شمیر افغان همکاران د افغانستان نه وېستل شوي دي خو اوس هم ګڼ شمېر نور افغانان راوېستل پاتې دي. "دوی ته زمونږ ژمنه مېعاد نه لري."

د وي او ای رپورټ وايي دا نه ده معلومه چې په اینده کې به د اېس ايي وي او یا د پرای ارټي ټو نومې پروګرام دلاندې په څومره شمېره کې افغانان به امریکې دا راوستل شي خو داسې رپورټ شوي ده چې 45000 افغانانو د انساني خواښوږۍ په بنیاد په امریکا کې پاتې کېدو دپاره د عارضي اجازت نامو دپاره خواستونه کړي دي.

د مهاجرت قانون پوهه لیله ایوب وي او ای ته وویل چې د اېس ايي وي او پي ټو نومې پروګرامونه ځنډول شوي دي او دوی د هغو افغانانو په اړه تشویش لري چې د امریکې حکومت سره د کار کولو سابقه نه لري او نه هم د پي ټو او اېس ايي وي پروګرامونو دپاره اهلیت لري چې پکې 45000 هغه افغانان هم شامل دي چې د انساني خېر ښېګړې په بنیاد یې امریکا کې د پاتې کېدو خواستونه کړي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د اکمل داوی د رپورټ نه اخیستل شوي چې هغه د وي او ای د انګریزۍ څانګې دپاره تیار کړی


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG