لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مکي ارتهر: څوک چې فيلډنګ نه شي کولى،دپاکستان لپاره نه شي لوبيدلی


Mickey Arthur Cricketer Pakistan Cricket Team Coach
Mickey Arthur Cricketer Pakistan Cricket Team Coach

دپاکستان کرکټ ټيم کوچ مکي آرتهر دخراب فیلډنګ په کوونکو لوبغاړو پسې د ملي لوبډلې د دروازو تړلو اعلان کړی اؤ ویلي یې دي څوک چې ښه فیلډنګ نه شي کولی هغوئ دپاکستان لوبډله کې لوبه نه شي کولی.

یو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وینا کې هغه ويلي " مونږ به هاغه لوبغاړي نه لوبوؤ چې يوازې په يوه څانګه کې غوره لوبه کوي، مونږ غواړو چې لوبغاړي په ټولو څانګو کې ښه لوبه وکړي"

دهغه په وینا " فيلډنګ يوه داسې څانګه ده چې هيڅ نرمي پکې نه شي کيدى، په ساده ټکو کې که چرې څوک فيلډنګ نه شي کولى نو دپاکستان لپاره لوبيدى هم نه شي"

دکرکټ نړيوال ويب سائت کريک انفو له مخې مکي ارتر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې دويسټ انډيز ټيم دخالي په ورځ د ټي-ټوينټي سیالیو لپاره پاکستان ته رسيږي،

ددرېوؤ ميچونو دغه سیالۍ به داپريل دلمړۍ نيټې څخه تر دريمې نيټې پورې پرله پسې ترسره کيږي، دغه دريواړه سیالۍ به دکراچۍ په قامي سټيډيم کې کیږي.

پاکستان په ټي ټوينټي سکواډ کې محمد حفيظ اؤ کامران اکمل نه دي شامل ځکه چې دپاکستان کوچ نظر لري چې يوازې دا خبره پوره نه ده چې څوک دې يوازې يو بيټسمين يا باولر وي،

پښتانه لوبغاړي شاهين اپريدي او عثمان شينواري هم دټي ټوينټي په لوبډله کې شامل کړى شويدي.

دا به لمړى ځل وي چې د٢٠٠٩م څخه راپديخوا به په کراچۍ کې نړيوال کرکټ ولوبيږي او په دغه مقام به دټي ټوينټي لمړني ميچونه هم وي

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG