لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه آصف: امریکې له پاکستان سره هیڅکله د یو متحد هېواد چلند نه دی کړی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف وایي، چې پاکستان د سړې جګړې په نتیجه کې د امریکې له ملګرتیا یواځې تاوانونه لیدلي، نور یې هیڅ نه دي تر لاسه کړي.

خواجه آصف د ګل- دوشنبې په ورځ په کراچۍ کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې هېواد به یې له دې وروسته د نورو هېوادونو په جګړه کې برخه وانه خلي.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې امریکې له پاکستان سره هیڅکله د یوه متحد هېواد غوندې چلند نه دی کړی:

"امریکې له تېرو څلوېښتو تر پینځوسو کلونو بل هیڅ هېواد ته دومره ګواښونه نه دي کړي او نه یې دومره بندیزونه ورباندې لګولي دي، څومره یې چې پر پاکستان لګولي دي".

خواجه آصف د امریکې او روس تر منځ وروستیو سیاسي او سفارتي شخړو ته په پام سره امکان څرګند کړ، چې کېدای شي د دغو دواړو هېوادونو تر منځ بیا سړه جګړه پیل شي:

"موږ د ترهګرۍ په ضد جنګېږو او نور به په بله هیڅ جګړه کې برخه وا نه خلو".

د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې، چې د جنوبي او منځنۍ اېشیا په چارو کې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله مېرمن ویلس ایلز له تېرو شپږو ورځو راهیسې په پاکستان کې ده او نن یې د دې هېواد د پوځ له مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره لیدلي دي.

مېرمن ایلس ویلز او جنرل قمر جاوید باجوه د دوشنبې په ورځ سره ولیدل.
مېرمن ایلس ویلز او جنرل قمر جاوید باجوه د دوشنبې په ورځ سره ولیدل.

خواجه آصف په سیمه او افغانستان کې د داعش فعالیتونو ته په پام سره وویل، د ترهګرو ډلې لا په بشپړه توګه نه دي ختمې شوې، یواځې یې بڼه او جامه بدله کړې ده.

د بهرنیو چارو وزیر وویل پاکستان د یمن په جګړه کې برخه نه اخلي، بلکې له ایران او سعودي عربستانه غواړي چې خپل اختلافات پای ته ورسوي.

د پوځ له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وایي، جنرل باجوه او مېرمن ویلز پر سیمه ییز امن خبرې کړې دي. جنرل باجوه په خبرو کې د خپلې ملي تګلارې په توګه یو ځل بیا ژمنتیا ښوولې، چې هېواد یې په سیمه خصوصاً په افغانستان کې امن غواړي. جنرل باجوه ویلي:

"پاکستان له نورو سیمه ییزو هېوادونو هم دا تمه لري چې خپل مثبت رول تر سره کړي".

مېرمن ویلز هم په خپلو خبرو کې ویلي، چې امریکه په سیمه کې د امن راوستلو ته ژمنه ده او په دې برخه کې د هر هېواد د هڅو ملاتړ کوي. دواړه مشران پر دې همږغي شوي چې په سیمه کې د امن لپاره ګډو هڅو ته دوام ورکړي، نه دا چې له یوه بل سره په فکري اختلاف کې پاته شي.

د مارچ په ۹مه نېټه خواجه آصف د قومي اسمبلۍ په غونډه کې ویلي وو، چې امریکا له پاکستانه خپل استازی یا پراکسي جوړول غواړي، خو وایي هېواد به یې هیڅکله د امریکې پراکسي جوړ نه شي.

ښاغلي آصف ویلي وو چې د سیمې د ګټو په خاطر پاکستان په دې باور دی، چې له امریکې سره د دوه اړخیز درناوي او باور په بنیاد فعالې اړیکې ولري، خو وایي له دې وروسته به پاکستان یواځې خپلو ګټو ته پام کوي.

د خواجه آصف او نورو پاکستاني چارواکو غوسه له هغه راهیسې پارېدلې، چې د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د روان ۲۰۱۸م کال په لومړي ټویټ کې وویل، چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې له درواغو او ټګۍ پرته هیڅ نه دي ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG