لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان ته له هند څخه یوه بله جوپه غنم چابهار ته رسېدلي


افغانستان ته له هندوستان څخه یوه بله چوپه غنم د ایران چابهار بندر ته رسېدلي.

د ایران د خبري رسنۍ اېرنا د راپور له مخې، په ۶۰۰ کانټېنره غنمو بار بېړۍ د ګل یا دوشنبې په ورځ چهابهار ته رسېدلي چې له دې سره یواځې سږ کال له هند څخه افغانستان ته د چابهار له لیارې د رسېدلو غنمو اندازه ۴۲۰۰ کانټېنرو ته رسېږي.

خبر زیاتوي، هر کال به د ایران د چابهار بندر له لیارې شاخوا ۱۱۰۰۰۰ ټنه غنم له هند څخه افغانستان ته ولېږدول شي.

له هند څخه افغانستان ته لومړنۍ جوپه غنم د ۲۰۱۷ کال په نومبر میاشت کې چابهار ته رسېدلې وه.

هندوستان، ایران او افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې یو درې اړخیز تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې په ګډه چابهار بندر ته وده او پراختیا ورکول کېږي.

د چابهار د بندر لومړۍ برخه د تېر کال په ډیسمبر کې پرانستل شوې وه چې دا د درې واړو هېوادونو ترمنځ یوه ارزښتناکه سټراتیژیکه لاره ګڼل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG