لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دشناختي کارډونو بلاک کولو په پلمه پښتانه ځورؤل کیږي،سیاسي مشران


د پاکستان د کورنیو چارو وزير شيخ رشيد د جمعې په ورځ يوې خبرې غونډې ته خپله وېنا کې ويلي په ملک کې يي د دوؤ لکو افغانانو د پاکستان جوړ قامي شناختي کارډونه ختم کړې دي.

خو دپښتون ملت پاله ګوندونو مشران وايي په دې کې زياتره د پښتنو کارډونه بلاک شوي او پوښتنې یې راوالاړې کړي چې څنکه عصري کمپيوټري نظام کې يو تن جعلي قامي شناختي کارډ جوړولی شي؟

ملک عطاالله د قبائېلي ضلعې باجوړ اوسيدونکی دی، وايي د ترهګرۍ ضد جګړه کې د وسله والو په مخالفت یې د کورنۍ يو شمېر غړي وژل شوي، خپله په ضلعه کې د عوامي نېشنل ګوند فعاله غړی دی خو په کال ۲۰۱۷ کې دده او د کورنۍ د نورو يوولسو غړو کارډونه بلاک کړل شو او دوه کاله پس د ډيرو کړاونو روسته يي او کارډونه ازاد شوي دي.

"د کارډونو بلاک کيدو له وجې مې د بچو تعليم اغېزمن شوی، دوه کاله ورته په تعليمي ادارو کې داخلې نه ورکړل کیدې او پخپکله هم دکوره بهر نه شو وتلی"

څو کاله وړاندې هم دپاکستان حکومت ويلي وو چې په ملک کې یې نزدې يو لک جعلي کارډونه بلاک کړي دي.

ددغو بلاک کارډونو پرضد بيا د هیواد بېلا بېلو برخو کې احتجاجي مظاهرې هم وشوې او د احتجاج کوونکو وېنا وه چې دې کې زياتره په ملک کې داوسيدونکو پښتنو کارډونه بلاک شوي دي.

د عوامي نېشنل ګوند د صوبائي اسمبلۍ غړي سردار حسېن بابک ډيوه ته وويل د قامي شناختي کارډونو بلاک کيدو کې د افغان کډوالو په نامه زياتره کارډونه د پښتنو بلاک کيږي.

نوموړي وويل تر څو چې د افغان کډوالو د قامي شناختي کارډونو جوړولو خبره ده نو پوښتنه دا راولاړیږي چې عصري کمپيوټري ټيکنالوجۍ کې دا څنګه ممکنه ده چې افغان کډوال ځان ته قامي شناختي کارډونه جوړ کړي؟

د داخله چارو وزير ويلي په ملک کې نزدې يونيم ميليون رجسټرډ افغان کډوال دي او اته لکه بغېر د رجسټريشن نه دلته ژوند تيروي او دوئ په جعلي کاغذونو د پاکستان قامي شناختي کارډونه ترلاسه کړي دي.

په کال ۲۰۱۸ کې ددغې مسلې راپورته کيدو په وخت د نادرا چېئرمېن عثمان مبين پاکستاني ميډيا ته ويلي وؤ د پښتنو شناختي کارډونه يي د دوئ د قوميت يا کوم بل تعصب له امله نه دي بلاک کړې بلکې دغې کې د نادرا د قاعدو څه نه څه سرغړؤنې شوې وې چې له امله يي کارډونه بلاک شوي دي۔

هم دغسې په کال ۲۰۱۹ کې د جميعت علما اسلام فضل الرحمان ډلې سره دتړاؤ لرونکي دبلوچستان اسمبلۍ او د سېنټ دپخواني غړي حافظ حمدالله قامي شناختي کارډ هم بلاک کړی شوی ؤ حالانکې د حافظ حمدالله يو زوئ د پاکستان فوځ کې افسر هم دی.

یوازې یوه ورځ وړاندې اسلام اباد هائیکورټ دپاکستان دشناختي کارډونو جوړولو اداره نادرا په دې خبره پینځه لکه روپۍ جرمانه کړې ده چې دیوې لور اؤ پلار ترمنځ دجګړې له امله یې دپلار په درخواست دهغې دلور شناختي کارډ بلاک کړی ؤ.

داسلام اباد هائیکورټ مشر قاضي پخپلو څرګندؤنو کې ویلي چې نادرا دچا کورنۍ جګړه کې د ورګډیدو واک بیخي نه لري

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG