لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتین: ماته دا بختوره خولۍ د خپل کلي یوه مزدور راکړه


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین چې له تېرو دوو میاشتو په پښتنو کې څومره محبوبیت موندلی، همدومره د هغه پر سر سره او توره خولۍ هم ډېره مشهوره شوې او نن سبا له امو تر اباسینه د ډېرو خلکو پر سر لیدل کېږي.

دا خولۍ اکثر د امو دریاب په غاړه د افغانستان د شمالي ولایتونو خلک پر سر کوي، خو اوس یې د اباسین پر غاړه د کوزې پښتونخوا پښتانه هم د منظور پښتین په پیروۍ پر سر کوي. منظور پښتین دا خولۍ چېرې واخیستله او څنګه یې خوښه شوه، هغه په خپله یوه وینا کې وایي:

"زموږ خلک غریب خلک دي په کلي کې، نو هلته یو ځوان وو مزدوري به یې کوله، یوه ورځ یې خپله ټوپۍ له سره را کښته کړه ویل دا د غریبۍ ټوپۍ مې ده چېرې سمه ټوپۍ نه ملاوېږي، ما ورته ویل چې دا ماته راکه، له کومې ورځې چې مې په سر کړې ده ډېره بختوره ټوپۍ وه".

د اسلام اباد د لس ورځني احتجاج په مهال چې خلکو دا خولۍ پرله پسې د ښاغلي پښتین پر سر ولیدله، نو د ځوانانو پام ور واوښت او کله چې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي جلسې د پښتنو نورو سیمو ته خصوصاً د بلوچستان پښتني سیمو ته وغزېدې، نو دا خولۍ ګڼ شمېر نورو ځوانانو پر سر کړه.

منظور پښتین وایي یو ځل بیا یو بل سړي- چې جارو یې واهه- د ده پر سر خولۍ ولیدله او ورته ویل چې ستا خولۍ ډېره ښایسته ده، وایي خپله خولۍ یې هغه ته ورکړه او د هغه خولۍ یې پر سر کړه:

"زه وایم د غریب سړي بې قیمته شی دې وي خو د الله په نزد ډېر غټ قیمت لري، بهر حال زه بیا هغه ټوپۍ ورکوم نه. په اسلام اباد کې چا راته وویل، دا ټوپۍ لرې کړه، دا خو چې په هوټل کې مزدوري کوي هغوی یې په سر کوي".

له هغه وروسته پر ټولنیزو رسنیو هم دا خولۍ ډېره مشهوره شوه، هر چا به دا خولۍ یا پخپله په بازار کې اخیستې وه یا به یې له بل ملګري اخیستې او پر سر کړې وه، عکس به یې پر فېسبوک خپور کړ. نه یواځې ځوانانو، سړیو بلکې ښځو او ماشومانو به هم په دې خولۍ کې عکس اخیستی وو.

د مارچ په میاشت کې چې په کابل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ خېمه و درول شوه، نو پکې ناستو ټولو کسانو د منظور پښتین خولۍ پر سر کړې، چې نور یې هم شهرت وموند، خو دا خولۍ هغه وخت لا د پښتنو د احتجاجي پاڅون د حق غوښتنې په علامت بدله شوه، چې د افغانستان د سېنټ او ملي اسمبلۍ غړیو هم د پارلمان په غونډو کې دا خولۍ پر سر کړې.

مزارۍ خولۍ پښتینۍ خولۍ شوه:

اوس له سیاستوالو او مدني فعالانو پرته عام خلک هم پر دې خولۍ مین شوي او پر سر کول یې ویاړ ګڼي، ځکه خو د کابل په بازارونو کې د دې خولۍ پلورل ډېر زیات شوي دي.

د کابل له پل خشتي جومات سره نیژدې د خولیو یو پلورونکی محمد ایوب وي.او.اې اشنا وایي، دا خولۍ مخکې په "مزارۍ خولۍ" مشهوره وه، خو اوس یې نوم "د منظور پښتین خولۍ" شو، چې وایي بیه یې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو ده:

"دا خولۍ پخوا دومره نه خرڅېدې یواځې د مزارشریف خلکو به غوښتې، خو اوس یې بازار ډېر ښه شوی دی، پښتانه یې غواړي، خصوصاً د خوست، پکیتا او جلال اباد خلک یې ډېره په سر کوي".

د منظور پښتین د فېسبوک اکاونټ په البم کې د هغه بېلابېل عکسونه شته، چې په ډېرو کې یې چترالي خولۍ یا پکول او په ځینو کې یې توره کوټېواله یا بلوڅي خولۍ پر سر ده او په ځو عکسونو کې په لوڅ سر دی، خو اوس یې چې د پاڅون مزارۍ خولۍ په پښتینۍ خولۍ مشهوره شوه، نو په وروستیو کې یې چا بله خولۍ پر سر نه ده لیدلې.

په نړۍ کې د هغو رهبرانو خولۍ ډېرې مشهورې او د انقلاب سمبول بلل کېږي، چې د ازادۍ لپاره یې مبارزه کړې ده، خصوصاً د ارجنټاین د انقلابي رهبر چېګوېرا خولۍ چې پر تندي یې ستوری جوړ دی، د ازادۍ او انقلاب یې نړیوال سمبول ګڼل کېږي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG