لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ويرات کوهلي د کشمير په اړه د شاهدافريدي ټويټ ته څه ځواب ويلی؟


د ښي اړخ نه شاهد افريدي او کيڼ اړخ نه ويرات کوهلي
د ښي اړخ نه شاهد افريدي او کيڼ اړخ نه ويرات کوهلي

د پاکستان د پخواني کپتان شاهدافريدي د هندي کشمير په اړه بيان ته په غبرګون کې د هند د کرکټ لوبډلې کپتان ويرات کوهلي ويلي، هغه په لانجو کې نه پرېووځي او چې څو پورې ورته پوره مالومات نه وي په دغه اړه يې د څه ويلو نه ډډه کړې ده.

کوهلي رسنيو سره په خبرو کې ويلي،"دا د هر چا خپله خوښه ده چې په کومه خاص مسله باندې خبرې وکړي، تر هغې چې پوره مالومات ونلرم ځان په دغه ډول لانجو کې ښکېل کول نه غواړم خو يقيني لمړيتوب مې د خپل قام دپاره دی".

شاهد افريدي د سه شنبې/ نهې په ورځ ټویټ کړی ؤ ، چې د هند د ولقې لاندې کشمیر کې ناوړه او د اندېښنې وړ حالات دي او له کشمیریانو سره ظلمونه کېږي. افريدي د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې پوښتلي، چې ولې د دې حالاتو مخنیوی نه کوي،

"(د هند) زورواک حکومت بې ګناه خلک وژني او مقصد یې دا دی چې د خپل اختیار او ازادۍ لپاره د خلکو غږ بند کړي".

کوهلي دا هم ويلي "د يو هندي وګړي په حېث ته به غواړي چې د خپل قام دپاره ښې څرګندونې ولرې او زما دلچسپي تل د خپل قام د ګټې دپاره ده، او که چرته څوک د دې مخالفت کوي، زه به يې کله هم ملاتړ ونه کړم".

د شاهد افريدي د ټويټ وروستو د هند او پاکستان په رسنيو کې دغې خبرې ته ډېره هوا ورکړل شوې او د خبرونو د سر ټکی ګرځول شوی دی.

که څه هم د افريدي ټويټ ته کوهلي سخت غبرګون نه دی ويلی خو د هند بل مشهور هندي کرکټر ګوتم ګمبیر یې په غبرګون کې ټویټ کړی او ویلي یې دي،

"رسنیو زمونږ د کشمیر په اړه د شاهد افريدي پر ټویټ راڅخه غبرګون وغوښت. د ویلو څه پاته دي؟ افریدي یواځې ملګرو ملتونو ته په تمه دی، چې د ده په زاړه قاموس کې ورته "نولس کلن لوبغاړي" ښکاري. رسنۍ دي زغم وکړي، شاهد افریدی د خپل نوبال ردېدل لمانځي".

په افريدي باندې پاکستان کې دننه په ټولنيزو رسنيو هم خلکو ځينې ټکونه کړي چې په ملک کې دننه په پښتنو او بلوڅو باندې په کېدونکو ظلمونو غلی او د کشمير دپاره بيانونه ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG