لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې د جنسي خواهش په سر چينايي انجينيرانو پوليس وهلي


د پنجاب صوبې په خانېوال ښار کې چينايي انجينيرانو غوښتل چې نزدې کوم جنسي بازار ته د پولیسو بغېر لاړ شي خو د ځايي پوليسو د مذاحمت وروستو چينايي انجينيرانو بيا پوليس وهلي دي.

د چينايي انجينيرانو او کارکوونکو او پنجاب د پولیسو ترمنځ جګړې ويډيوګانې او عکسونه په سوشل ميډيا خپاره شوي دي.

ځايي پوليسو مطبوعاتو ته ويلي چې د بهاولپور او فېصل اباد په موټروی کارکوونکو انجينيرانو او کارکوونکو غوښتل چې دوي د پوليسو د بدرګې نه بغېر د جنسي خواهش پوره کولو له لاړ شي، خو چې پوليسو دوي د بدرګې بغېر نه پرېښودل نو چينايانو بيا دوي ټکولي دي.

په ټولنيزو رسنيو د چينايي وګړو په پوليس د ګوزارونو کولو ويډيوګانې خپره شوې او خلکو پرې بحث تود کړی دی.

محمد حنيف په ټويټر ليکلي،
" خانېوال د جنسي خواهش پوره کولو ضلع ده؟".

مدني فعال او وکيل جبران ناصر په ټويټر ليکلي،

"د پنجاب حکومت د دغو چينايي وګړو پرضد د پوليس افسرانو وهلو او پوليس موبايل باندې د ختلو دپرضد کومه مقدمه درج کوي کنه دوي ته ځانګړې استثنٰی ترلاسه ده. ايا زمونږ پوليس د دوي شخصي ساتونکي دي؟ يا د چين د سفير نه به د دې وضاحت وغوښتی شي؟".

​شيرين ياريوسفزي په ټويټر داسې عکس خپور کړی چې پکې چينايي وګړی د پولیس په موبايل دپاسه ولاړ لیدل کيږي، هغه ليکلي،

"چائنا سامراج ...دا خو پېل دی، مخکې مخکې ګورئ چې نور څه کيږي".

ځايي پوليسو دا هم ويلي چينايانو نه يواځې دوي وهلي ټکولي بلکې بيا يې احتجاجا کار ودرولی او سړک يې تړلی ؤ.

خو وروستو د خانېوال ضلعې د پوليس مشر رضوان عمرګوندل چينايي وګړي رضا کړي لار يې پرې خلاصه کړې او ځايي درې پوليس افسران يې معطل کړي او د چينايانو پرضد هيڅ قانوني ګام نه دی پورته کړی شوی.

پاکستان چين يو نزدې دوست هېواد ګڼي او د چين پاکستان اقتصادي راهداري (سي پېک) د دغه هېواد د قسمت کنجي ګڼي.

ځايي ميډيا د چينايانو جنسي بازارونو ته تګ، د پوليس وهل ټکول او د بېنکونو لوټولو پېښې زياتې نه ښکاره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG