لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: د سولې وړاندیز مو د ضعف نه؛ بلکې د قوت نښه ده


اشرف غني
اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني ویلي، "زمونږ هدف معلوم دی او ور څخه نه شاته کېږو، د سولې کوم وړاندیز چې مونږ (طالبانو) ته کړی دی دا ضعف نه؛ بلکې زمونږ د قوت نښه ده".

د ارګ ترمخه اشرف غني د خوست په سفر کې د پوهنتون د استازانو سره په ليدنه کې طالبانو ته د حکومت د سولې وړاندیز ته په اشارې سره وویل، "زموږ غیږه باید لویه وي او ټول هېوادوال په غیږ کې ونیسو، دا کار ټینګه ملي اراده غواړي، هغوی چې په جنګ اخته او روږدي دي، د سولې عادت نه لري".

د فرورۍ په ورستيو کې افغان ولسمشر د کابل پروسې دوېم کانفرنس ته په وېنا کې طالبانو ته په مخاطب کولو سره ويلي ؤ،

"د طالبانو مشرتابه او هر طالب! نن فیصله ستاسو په لاس کې ده، سوله ومنئ، په عزت یې ومنئ او راشئ دا خاوره چې زموږ د خلکو د شهیدانو او قربانیو نتیجه ده، بېرته وساتو".

د ښاغلي صدر وړانديز ته په رسمي ډول طالبانو تراوسه کوم ځواب نه دی ويلی.

اشرف غني پرون په خوست کې وویل، "د پاکستان صدراعظم ته مې وویل، څو کاله وروسته به د خوست، پکتیا او ننګرهار څخه د کرښې هاخوا خلکو ته برېښنا ورکړو، ټل او واڼه له مونږ څخه هیر نه دي. هغه زیاته کړه، ولس بي ساری کار کوي او هغه د سرحدي سیمو ساتنه ده، مونږ باید په خپلو ستونزو پوه شو او په صداقت کار وکړو چې کومه ستونزه کوم وخت حل کړو".

د دوشنبې په ورځ د خوست په سفر کې نوموړي د ولايتي مشرانو او قومي شوراګانو سره په کتنه کې وويل، "سوله د ولس غوښتنه ده او په دې برخه کې به مونږ هدف او نتیجې ته ورسېږو".

ولسمشر"د سولې په برخه کې د ولسونو رول مهم وباله او له همدې امله یې له هغوی څخه وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي او همدارنګه د لوی پکتیا مشران دې د لوی کندهار او د هېواد د نورو سیمو له مشرانو او ولسونو سره په ګډه هلې ځلې وکړي".

نوموړي په يوه بله دستوره کې د څو پروژو د پرانستې په مهال خپله وېنا کې امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولانو ته په خطاب کې وویل، "د ملکي تلفاتو مخه ونیسئ، ځکه ملکی تلفات د منلو وړ نه دي. هغه د خوست ولسونو، مشرانو، علماوو، ځوانانو، ښځو او د ټولو اقشارو له استازو څخه وغوښتل چې د سولې په برخه کې هلې ځلې وکړي".

اشرف غني څرګنده کړه، "مونږ د سولې نیت، اراده او عظم لرو، دا د جرګو وطن دی او جرګې د وینې تویونې په مخنیوي کې اساسي رول لري".

ښاغلي ولسمشر د خوست په سفر کې د دغه ولایت له یو شمېر سوداګرو، صنعتکارانو او د سوداګرۍ خونې له مسوولینو او غړو سره هم ليدلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG