لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتین: نه به خرڅېږو، نه به ټیټېږو، نه به ډارېږو او خپل جدوجهد به جاري ساتو


Manzoor Pashteen
Manzoor Pashteen

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پېښور تر جلسې وروسته نن پر خپل فېسبوک اکاونټ ولس ته وینا وکړه او تر ډېره یې پر خپل تحریک د لګېدونکو تورونو په اړه خبرې وکړې او د پېښور جلسې په اړه د پاکستاني رسنیو پر چوپتیا یې اندېښنه څرګنده کړه.

پښتین په خپله وینا کې وایي چې د پېښور جلسه یو ډول "ماتم شان ته جلسه وه"، ځکه چې وایي د خویندو، میندو او سپین ږیرو اوښکې تویېدلې، اوتر- اوتر یې د جلسې یوې بلې خواته د خپلو زامنو او لمسیو تصویرونه اخیستي وو او روان به وو او په نعرو او چیغو جلسه ګاه ته را ننوتل، خو پوښتنه کوي:

"د پېښور په جلسه کې اتیا زره پښتانه سره د هغو لېونیو میندو- چې پخپلو زامنو پسې یې لېونۍ کړې دي- ناست وو، د هغو اوښکو دومره قدر له دې ملک سره نه وو، چې د دوی یوه پټۍ خبر یې چلولی وای، د هغو بوډیو میندو او خویندو- چې چیغې یې وهلې- څه قدر وو له دغو خلکو سره؟".

منظور پښتین چې په پښتو ژبه تر څو خبرو وروسته په اردو خبرې پیلوي وایي، کله چې دوی د حق او انصاف خبره کوي نو د هېواد د ماتولو تورونه ورباندې لګېږي، چې وایي د دې څرګند پیغام دا دی چې د پاکستان بنیاد له پښتنو سره پر ظلم، ناانصافۍ، جبري لادرکۍ او وژلو ولاړ دی:

"پښتون چې حق غواړي نو دوی وایي ملک به مات شي، دا خو دوی پښتنو ته ښکاره پیغام ورکوي چې که دا بې انصافي، ناحقه غیرعدالتي وژل او جبري لادرکه کول ختم شي نو ملک به مات شي، خو نه ملک په انصاف نه ماتېږي، د ظالم نظام ظلم ماتېږي او پر دې هېواد د قابضې ډلې زور ماتېږي".

بسرو بي بي
بسرو بي بي

منظور پښتین وایي په پاکستان کې له پارلمان او پوځه یې را ونیسې تر رسنیو پورې ټول له پښتنو سره توپیري چلند کوي او ټولو ورسره دوښمني را اخیستې ده، ټول یې مخالفت کوي خو وایي دوی یې مخالفت هم نه دی کړی او یواځې خپل حق یې غوښتی دی. پښتین پاکستاني رسنیو ته په خطاب سره وایي:

"د پاکستان مېډیا! تاسو ثابته کړه چې تاسو له چا سره یاست، تاسو خلکو ته کورېج ورکوئ او ولسي رسنۍ یاست او کار مو دا دی چې د ولس ستونځو او جلسو ته کورېج ورکړئ که نه، تاسو له انصاف غوښتونکو سره یاست او که د انصاف د ږغ بندوونکو ملګري یاست".

پښتین د دغو تورونو په ځواب کې- چې ګواکې د دومره سترو جلسو لپاره پیسې له کومه ورته راځي- وویل، دوی ته له بل هیڅ ځایه پیسې نه ورځي بلکې پخپله ولس ورسره مرسته کوي. پښتین د پېښور په جلسه کې له خلکو څخه په یوه سره ډبه کې ټولېدونکې چندې ته په اشارې سره وویل:

"د چندې چې کوم بکس دی پر هغه د خلکو ځای نه کېږي، کوچنیو ماشومانو ته هم ځای نه پیدا کېده چې په دې ډبه کې یې چنده اچولې وای، دلته خلک له ژونده تنګ شوي او د ځان قربانۍ ته هم تیار دي دوی د پیسو خبره کوي".

منظور پښتین له پښتنو مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه چې د پېښور په جلسه کې په خپل ګډون سره یې د جبري لادرکه کورنیو ورغلیو کسانو ته ډاډ ورکړ او دا احساس یې ورکړ چې هغوی یواځې نه دي، بلکې دا ټول خلک د دوی د ورکو خلکو په موندلو کې ورسره ملګري دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران اکثر په خپلو خبرو کې پر پاکستاني پوځ نیوکه کوي، چې وایي پر چیک پوسټونو پښتانه ځوروي، بې عزته کوي او وهي یې ځکه نو دوی غوښتنه کوي چې دغه چیک پوسټونه دي یا ختم شي یا دې کم شي.

منظور پښتین وایي پوځ د دوی دا غوښتنه په دې مانا ګڼي، چې ګواکې وسلوالو ته دي په ازاده توګه د تګ راتګ اجازه ورکړل شي، خو وایي پر دغو چیک پوسټونو برسېره د ترهګرۍ په بریدونو کې خلک وژل شوي دي:

"چیک پوسټونو شته خو په کوټه او پېښور کې چاودنې شوې دي، دغه چیک پوسټونه شته خو د پېښور پر آرمي پبلک سکول او ایګریکلچر پوهنتون بریدونه وشول، دغه چیک پوسټونه شته خو د مردان پر عبدالولي خان پوهنتون برید وشو، بیا هم موږ ګیله نه ده کړې صرف دا وایو چې پر چیک پوسټونو دي له خلکو سره ناوړه سلوک نه کېږي".

منظور پښتین د خپلې وینا په پای کې په پښتو ژبه خلکو ته وایي، چې د خپلو حقونو لپاره مبارزې ته به دوام ورکوي او باور ورکوي چې "دغه امید لرو او دا مو درسره وعده ده په قرآن شریف چې نه به خرڅېږو، نه به ټیټېږو او نه به ډارېږو، خو خپل جدوجهد به جاري ساتو".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG