لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شام د کيميايي وسلو د پروګرام په زړه مو برید کړی، پېنټاګون


دمشق کې تباه کړی شوی د څيړنې مرکز
دمشق کې تباه کړی شوی د څيړنې مرکز

د امريکا په مشرۍ اتحاد باور لري چې دمشق او ملاتړو ته يې د هوايي بريدونو د لارې د شام د کيميايي وسلو په مرکزونو د بريدونو د لارې پياوړی پېغام ورکړی دی.

امريکايي صدر ډانلډ ټرمپ او پوځي چارواکو د شام د کيميايي وسلو په مرکزونو د بريدونو ستاينه کړې ده.

امریکې، فرانس او برتانيې د شنبې/ خالي د ورځې په سهار د شام د کيميايي وسلو په درېو مرکزونو ۱۰۵ ميزايلې داغلې وې.

په نښه کړی شوؤ مرکزونو کې يو په دمشق او دوه نور د لبنان جنوب ختيځې پولې ته د حماس سره نزدې موقعيت لري، دغه بريدونو په څو دقيقو کې شوي وو.

امريکايي پوځي چارواکو ويلي د ابتدايي مالوماتو له مخې هر يو توغندي کره نښه په هدف کړې تر څو کيميايي وسلې کمې کړی شي او د عامو خلکو د وژنو څخه ډډه وشي.

لفټننټ جنرال کېننت ميکنزي پېنټاګون کې خبريالانو ته ویلي، "مونږ په شام کې د کيميايي وسلو په زړه برید کړی او سخت زيان مو ورته اړولی دی".

د امريکې مرستیال صدر مايک پنس ويلي، "مونږ يقين لرو چې د رژيم د کيميايي وسلو د توليد توان ته مو غټ تاوان اړولی او راکم کړی دی، او دا دې په ډاګه وي چې امریکا نورو ګامونو اخستو ته چمتو ده او شام دې په دې پوهه وي چې که بيا کيميايي وسلې کاروي قيمت به يې ورکوي".

صدر ټرمپ د يادو بريدونو په اړه په ټويټر ليکلي،

"تیره شپه کره هوايي بریدونه شوي دي، د فرانس او برتانيې په پوهه او پوځي قوت د دوي مننه، کنه کېدی شي ښه نتيجې مخې ته نه وی راغلی، مشن بشپړ".

امریکايي چارواکي د نښه کړی شوؤ ځايونو عکسونه ښکاره کړي او ويلي يې دي، په عکسونو کې ښکاره ليدل کيږي چې مونږ کامياب شوي يُو، مونږ دغه تاسياست لیدلي او په بريدونو کې هر څه له مينځه وړل شوي دي.

امريکايي چارواکي وايي د اسد رژيم د کيميايي وسلو جوړولو څخه کلونه شاته بوتلی شو.

د شام د بهرنيو چارو وزارت د خالي په ورځ د امریکې، برتانيې او فرانس بريدونو ته تيری ويلي او غندنه يې کړې چې د نړیوالو قوانينو سرغړونه ده.

شام او روس وايي د تيرې يکشنبې په ورځ ترسره کړو بريدونو کې يې کيميايي وسلې نه وې کارولې په کومو بريدونو کې چې د ۴۰ نه زيات کسان وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG