لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتین: که د پاکستان آییني نظام موږ ته انصاف نه راکوي نو ټوله نړۍ به را ننګوو


واشنګټن ـــ د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا یوه ستره احتجاجي جلسه شوې ده، چې زرګونو خلکو پکې ګډون کړی دی. دا جلسه د دې تحریک د نورو غوښتنو د تکرارولو تر څنګ د راو انوار د ضمانت او د حیات پرېغل د نیول کېدو په ضد شوې او د پېښور، بنو او مستونګ د ترهګرۍ وروستي بریدونه پکې غندل شوي دي.

د جلسې ویناوالو د سیند د ترهګرۍ عدالت دا پرېکړه غندلې چې وایي د نقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار ته یې ضمانت ورکړی او همدارنګه یې د تحریک د فعال غړي حیات پرېغل نیول کېدل غندلي او ویلي یې دي چې هغه په غیرقانوني توګه نیول شوی دی.

جلسې ته په وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان پر آیین تنقید وکړ او ویې ویل چې د سزا مادې یې پر پښتنو ازمېیل کېږي خو چې له پښتنو سره څوک ظلم کوي هلته بیا له پښتنو سره انصاف نه کېږي. ښاغلي پښتین وویل که پاکستان ورته انصاف ور نه کړ، نو پر نړیوالو به ږغ کوي:

"تاته په سزا درکولو کې دا آیین ډېر تېز دی خو کله چې تاته د انصاف درکولو خبره وي نو بیا به له نقیب الله سره د ۴۴۴ نورو ځوانانو په مرګ تور راو انوار- چې ژبه یې زموږ د ځوانانو په وینو سره ده- رانه دی بچ کوي. په دې آیین کې د پښتون قام لپاره انصاف نه شته، که د پاکستان آییني نظام موږ ته انصاف نه راکوي ټوله نړۍ به را ننګوو".

منظور پښتین وویل که له حیات پرېغل سره په نیژدې ورځو کې آییني او قانوني انصاف ونه شو او د راو انوار ضمانت بیرته منسوخ نه شو، نو بیا به دوی خپله نوې احتجاجي تګلاره اعلانوي.

د تښتول شوي ځوان حیات پرېغل پلار او مشر ورور د پي ټي ایم په جلسه کې.
د تښتول شوي ځوان حیات پرېغل پلار او مشر ورور د پي ټي ایم په جلسه کې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو جلسو په نسبت په دې جلسه کې د ښځو ګډون بېخي په نشت حساب وو او د تحریک یواځینۍ فعاله غړې ثناء اعجاز له پېښوره دې جلسې ته ورغلې وه. ښاغلې ثناء جلسې ته په وینا کې وویل، چې څو ورځې وړاندې ورته د مرګ ګواښونه هم شوي دي:

"چې کله د پښتنو د حق او ژوند خبره وي نو د پښتون ژغورنې غورځنګ پېغلې به اول ولاړې وي او ځوانان به ورپسې ولاړ وي. ماته یې څو ورځې وړاندې وویل ستا د مرګ پلان جوړ شوی دی پي ټي ایم پرېږده، نو ما ورته وویل که تاسو ته دا لګي چې د دې تحریک هر ځوان، پېغلې او مشر ته دا پته نه شته چې زه سر په تلي کې ګرځوم نو دا ستا غلط فهمي ده، موږ ته پته شته چې په دې کې مرګ دی او موږ ته پته شته چې ستاسې غوندې ادارې پروپیګنډې، ښکنځلې، ایف آی آرونه، ورکول، غلا کول او د خلکو کورونو ته ورتلل دا تاسو کولای شئ خو موږ به درته هر حال کې ولاړ یو".

د آرمي پبلک سکول په پېښه کې د وژل شوي ماشوم پلار فضل ایډوکېټ هم جلسې ته وینا وکړه او د پاکستاني پوځ په شمول یې پر عدلیه هم تنقید وکړ. ښاغلي فضل په پښتونخوا او بلوچستان کې وروستیو حملو ته په اشارې وویل:

"په پېښور کې پر پښتنو حمله وشوه، په بنو کې وشوه او په مستونګ کې وشوه چې سلګونه انسانان په بې دردۍ سره پکې و وژل شول، ډېر د شرم ځای دی، چیف جسټ هم پټه خوله دی، د پوځ مشر باجوه هم پټه خوله دی، یو کمېشن جوړ کړئ او ذمه واران یې مخې ته راولئ، موږ ته وایي ترهګر له هنده راغلي دي خو دا د کوشنیو قومونو د ځپلو او د هغوی د استحصال لپاره دسیسې دي چې عدالتونه یې هم ملګري دي".

په ډېره اسماعیل خان کې د پي ټي ایم جلسه، ۱۵ جولای ۲۰۱۸.
په ډېره اسماعیل خان کې د پي ټي ایم جلسه، ۱۵ جولای ۲۰۱۸.

د وي.او.اې ډیوه د خبریال د خبر له مخې د جلسې امنیت پخپله د پښتون ژغورنې غورځنګ ځوانانو ساتلی وو او جلسې ته د ورتلونکي هر کس تلاشي یې اخیستله، خو وایي د جلسې د امنیت لپاره نه پولیس عسکر او نه هم ملېشه سرتېري ورغلي وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو وویل چې حکومت یې تر اوسه غوښتنې نه دي منلې او دوی به تر هغه وخته خپلې مبارزې ته دوام ورکوي چې غوښتنې یې نه منل شوې او د پښتنو په سیمو کې بشپړ امن نه وي راغلی.

ټاکل شوې چې د دې تحریک راتلونکې جلسه به د اګست په لومړیو ورځو کې په سوابۍ سیمه کې وي او له هغه وروسته به د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې جلسه کوي.

د پاکستان حکومت او پوځ په وار وار د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې آییني او قانوني ګڼلې دي او د منلو ژمنه یې هم کړې ده، خو تر اوسه د دې تحریک له مشرانو سره په مذاکراتو نه دي بریالي شوي. د پاکستان پوځ پر دې تحریک دا تور هم لګوي چې وایي له پاکستانه بهر یې ملاتړ کېږي او مقصد یې د ترهګرۍ په ضد د پاکستاني پوځ پر قربانیو سترګې پټول دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG