لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني د سیمه ييز پوځ فعاله کولو امر کړی


د افغانستان د دفاع وزارت ويلي د ولسمشر اشرف غني د فرمان له مخې به ډېر زر سيمه ييز پوځ فعاله کړی شي او د ناامنۍ سره مخ سيمو کې به ځای پر ځای کړی شي.

د افغان خبري ادارې طلوع ترمخه د دفاع وزارت د يکشنبې/ اتوار په ورځ ويلي ولسمشر د سيمه ييزه ځواک فعاله کولو امر کړی دی.

او وزارت ويلي پينځه زره عسکر ګمارل شوي او روزنه یې روانه ده د وزارت په وېنا په لمړي پړاؤ کې په هرات، کندهار، لغمان او کاپيسا ولايتونو کې عسکر ګمارل شوي دي.

ويل کيږي په دغه ځواک کې به د ۳۶زرو پورې عسکر وګمارل شي او ځینې راپورونه وایي د دغه ځواک شمېره به د ۲۰زرو پورې وي.

د ځايي رسنيو ترمخه د دغه ځواک وړانديز اول پېنټاګون کړی ؤ چې د ځايي امنيت دپاره دې ځايي خلک وګمارل شي.

د تير کال ستمبر په مياشت کې د دفاع وزارت د سيمه ييز ځواک جوړولو ويلي ؤ چې دغه ځواک به د دفاع د وزارت لاندې کار کوي.

افغانستان کې له دې وړاندې په کال ۲۰۱۰م کې سيمه ييز پوليس جوړ کړی شوي څوک چې د پوليس د چوکاټ لاندې فعاليت کوي.

خو په سیمه ييزو پوليسو له بشري حقونو د سرغړونې او غېر قانونه فعاليتونه تورونه لګيدلي او دغه راز په سيمه ييزه پوځ هم د بشري حقونو ځینو تنظيمونو او فعالانو اندېښنې څرګندې کړې وې.

خو افغان چاوراکو دغه اندېښنو ته په ځواب کې ویلي ؤ چې په نوي ځواک کې به زيات د ملي پوځ پخواني سرتيري ګمارل کيږي او دوي به د سيمه ييزو پوليسو نه بدل وي.

ډيری کسان دغه ځواک ستايي چې د دوي سره به د امنيت په قابو کولو کې د امنیتي ځواکونو لاس نور پياوړی شي.

د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دغه ځواک به د افغان ملي اردو جامې (يونيفارم) اچوي او داسې هم ويل شوي وو چې په دوي کې به د وسله والو طالبانو څخه پاکو کړی شوؤ سیمو نه زيات ځايي خلک وګمارل شي تر څو په خپلو علاقو کې امنيت ټينګ وساتي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG