لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنقیب مسید دوسیه کې راؤ انوار ته د وعده معاف ګواه وړاندیز شوی


دجنورۍ میاشت کې کراچۍ کې د پولیسو په لاس د وژل شوي پښتون زلمي نقیب مسید د وژنې په جرم نیول شوي پولیس افسر راؤ انوار ته وړاندیز شوی چې که دنقیب مسید د وژنې دوسیه کې وعده معاف ګواه جوړ شي نو نرمي به ورسره وکړل شي.

دپاکستان یوشحخصي ټیلي ویژن پخپله ویب پاڼه د سه شنبې په ورځ لیکلي چې راؤ انوار ته دغه وړاندیز دهغه نه په پلټنو بوختې ډلې کړی اؤ ورته یې ویلي چې هغه باید د خپلو نورو پټو شوؤ ملګرو په نیونه کې پولیسو سره مرسته وکړي.

دکراچۍ دملیر سیمې په پخواني ایس ایس پي راؤ انوار تور دی چې د جنورۍ میاشت کې یې دقبائیلي سیمې جنوبي وزیرستان سره یو تعلق لرونکی زلمی نقیب مسید دپولیسو په جعلي مقابله کې وژلی دی.

خو راؤ انوار وايي چې د نقیب مسید وژنه کې دهغه هیڅ لاس نه شته ځکه چې د پولیس مقابلې په مهال هغه په دغه ځایې کې موجود نه ؤ .

راؤ انوار اؤ دهغه د ډلې نور پولیسان د نقیب مسید له وژنې وروسته مخروران شوي وؤ خو راؤ انوار تیره میاشت محکمې ته ځان وړاندې کړی اؤ پولیسو نیولی ؤ ولې دهغه د ډلې نور پولیس تر اوسه پټ ګرځي.

د پاکستان سترې محکمې راؤ انوار نه د پلټنو دپاره یوه ګډه پلټنیزه ډله ټاکلې اؤ سرچینې وایي چې اوس دغه ډلې راؤ انوار اؤ دهغه نورو ملګرو ته په ځانله،ځانله توګه وړاندیزونه کړي چې که پلټنو کې پولیسو سره همکاري وکړي نو په ضد به یې زیاته سخته کارروایي ونه شي.

د راپور له مخې د راؤ انوار څخه غوښتنه شوې چې د شاه لطیف تاڼې دپخوانی ایس ایچ او امان الله مروت، د سهراب ګوټـ تاڼې دپخواني ایس ایچ او شعیب شوټر، دپولیس پوستې دمشر اکبر ملاح اؤ فیصل نومې تورنو پولیسو په نیولو کې باید همکاري وکړي.

سرچینې دا هم وایي چې راؤ انوار په پلټنو بوختې ډلې ته ویلي چې هغه به د وعده معاف ګواه په وړاندیز دخپل قانوني وکیل سره مشوره وکړي اؤ له هغې وروسته به دخپل ځواب نه په پلټنو بوخته ډله خبر کړي.

په دغه راپور کې راغلي چې ددې وړاندیز نه وړوسته په پلټنو بوخته ډله هېله لري چې د راؤ انوار نور پټ ملګري به هم زر ځان پولیسو ته وسپاري اؤ دغسې به د نقیب مسید د وژنې پلټنې زر تر زره سرته ورسیږي.

د جنوبي وزيرستان د مکین علاقې سره تعلق لرونکی نقيب الله مسيد د جنورۍ د میاشتې په ۱۳م نېټه په کراچۍ کې د راؤ انوار په مشرۍ يوه جعلي مقابله کې وژل شوی ؤ.

د نقيب مسيد په وژنه په ټولنيزو رسنيو د شور او احتجاجي مظاهرو وروستو سترې محکمې خپل ځاني نوټس اخستی ؤ.

په ۲۳م جنورۍ د نقيب مسيد د پلار محمدخان په مشرۍ د راؤ انوار او هغه سره شامله پولیس ډله باندې د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمه درج کړی شوې او هم په دغه ورځ راؤ انوار د اسلام اباد د هوايي ډګر نه بهر د تلو هڅه کړې خو واپس کړی شوی ؤ.

وروستو د عدالت په حکم د هغه نوم په اېګزټ کنټرول لسټ کې اچول شوی او د بېنک اکاؤنټونه يې تړل شوي وو.

د نقيب مسيد د وژنې وروستو د راؤ انوار د نيولو دپاره په ګرد هیواد کې احتجاجي مظاهرې شوې وې.

په راؤ انوار تورونه لګي چې هغه نه يواځې نقيب الله مسيد او هغه سره درې نور ملګري په جعلي مقابله کې وژلي بلکې په راؤ انوار دا تورونه هم لګي چې هغه د ۴۰۰ نه زيات بې ګناه خلک په جعلي مقابلو کې وژلي دي.

راؤ انوار د۲۲م مارچ څخه د یوې میاشتې په جسماني ریمانډ دکراچۍ دپولیسو ولکه کې دی اؤ په سوشل میډیا داسې نیوکې هم مخې ته راغلي چې پولیسو هغه لکه د یو دروند میلمه د ځان سره ساتلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG