لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دصدام حسین مقبره تباه اؤ مړی یې له قبر ویستل شوی ؟


دعراق په تکریت ښار کې ددغه هیواد د پخواني جمهور رئیس صدام حسین مقبره په هوايي بمبارۍ تباه کړل شوې اؤ یوه نړیواله خبري شبکه دعوه کوي چې دهغه مړی هم د قبر څخه ویستل شوی دی.

صدام حسین په کال ۲۰۰۶م کې دعراق دیوې محکمې په امر تیزندي کړل شوی ؤ اؤ وروسته دهغه مړی تکریت کې پخپله پلرنۍ سیمه العوجا کې خاورو ته سپارل شوی ؤ.

دسه شنبې په ورځ ګڼو رسنیو دخبري اژانس ای ایف پي په حواله خبر خپور کړی چې دصدام حسین دقبیلې د مشر شیخ مناف علي الندا ویلي چې دصدام حسین په قبر د جوړې کړل شوې ودانۍ پسر دداعش د یو ولاړ وسله وال د ویشتلو دپاره عراقي الوتکې بمباري کړې ده چې پکې د صدام حسین مقبره تباه شوې ده.

شیخ مناف دعوه کړې چې د صدام حسین مړی هم پخپل قبر کې نه شته خو دسیمې یو امنیتي چارواکي جعفر الغراوي دغه دعوه بې اساسه بللې اؤ وایي چې دصدام حسین مړی هیچرته نه دی وړل شوی بلکې پخپل قبر کې دی.

په دغه راپور کې د ځېنو سرچینو له خولې دا دعوه هم شوې چې د صدام حسین لور هالا څوک چې دجلا وطنۍ ژوند کوي په یوه شخصي الوتکه کې تکریت ته ورغلې اؤ دخپل پلار مړی یې دقبر څخه له راویستو وروسته ځان سره اردن ته وړی دی.

خو د صدام حسین د قبېلې د خلکو له خولې بیا په دغه راپور کې ویل شوي چې دصدام حسین لور هالا چې یو ځل له عراقه وتلې بیا کله هم خپل هیواد ته نه ده راستنه شوې .

هغوئ دا هم وایي چې د صدام حسین مړی له خپل قبر ویستل شوی خو ورته معلومه نه ده چې دغه مړی چا ویستلی اؤ چرته یې وړلی دی؟

هرکال په ۲۸م اپریل د صدام حسین د زیږون ورځ نمانځل کیږي اؤ په دغه ورځ د صدام حسین ګڼ شمیر مینه وال اؤ د سکول ماشومان د صدام حسین مقبرې ته ورځي.

صدام حسین خواوشا درویشت نیم کاله په عراق حکومت کړی ؤ.

په کال ۲۰۰۳م کې چې کله دامریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په عراق د اټومي وسلو د لرلو په تور بریدونه پیل کړل نو صدام حسین ځان لا درکه کړو خو په هم دغه کال په دریم دسمبر بیا صدام حسین دتکریت سره نزدې د شپې په مهال ونیول شو.

هغه ته په دریم نومبر ۲۰۰۳م کې د ۱۴۸ کردانو د وژنې په تور دعراق یوې محکمې دتېزندۍ سزا اورولې وه اؤ په ۳۰م دسمبر کال۲۰۰۶م کې د لویې اختر په ورځ تیزندي کړل شوی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG