لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د پاکستان په غبرګون کې د پاکستاني سفیرانو پر بې اجازې سفرونو بندیز لګولی


یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې ګنګوسې تایید شوې چې امریکې په واشنګټن او د هېواد په نورو ایالتونو کې د پاکستاني سفارتکارانو پر بې اجازې سفر بندیز لګولی دی.

د امريکې مرستيال خارجه وزير تامس شېنن ويلي امريکې دغه ګام د پاکستان له خوا په خپل هېواد کې پر امريکايي سفارتکارانو د بنديز په غبرګون کې پورته کړی.

ښاغلي شېنن د وي.او.اې له ازبکي څانګې سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، په سفارتکارۍ کې داسې بنديزونه ورځنۍ او عامې خبرې دي.

نوموړي ويلي په پاکستان کې امريکايي سفارت کارانو ته ويل شوي چې چرته هم ځي نو پاکستاني چارواکي به خبروي، ځکه نو امريکا هم دغه ډول بنديز لګولی دی.

ښاغلی شېنن وایي په امريکا کې چې کوم پاکستاني سفارتکاران دي، له دې وروسته به هغوی هم د امريکې حکومت ته له خبرتیا ورکوله پرته سفر نه کوي.

د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي شېنن ويلي، د افغانستان په اړه د پاکستان او امريکا د چارواکو ګټورې خبرې شوي او وايي دی هيله من دی چې په افغانستان کې د سولې پر روانو خبرو اترو به يې مثبت اغېزې پرېوځي.

د امريکې مرستيال خارجه وزير ويلي په افغانستان کې د جنګ لپاره د پاکستان نه همکاري اخیستل چې څومره ګران دي، په مقابله کې یې له پاکستان سره د افغانستان د امن په لړ کې همکاري څو چنده اسانه ده.

ښاغلي شېنن ویلي، پاکستان ته پکار ده چې د ترهګرۍ په اړه په منځنۍ اېشيا کې د نورو هېوادونو اندېښنو ته پاملرنه وکړي خو د ده په وینا د دې خبرې غوره حل به دا وي چې په افغانستان کې د سولې عمل پیل شي او پاکستان پکې مثبت رول ولوبوي.

د امريکې مرستيال خارجه وزير وايي په افغانستان کې د سولې په دغسې همکارۍ کې به نورو اېشيايي هېوادونو ته دا مو قع په لاس ورشي چې پاکستان ته د ترهګرۍ په اړه خپلې اندېښنې وړاندې کړي.

نوموړي په دې لړ کې د "کابل امن عمل" په اړه په ازبکستان کې د شوې غونډې حواله ورکړه او ویې ویل، د ګاونډيو هېوادونو تر منځ دغه ډول کانفرنسونه به په افغانستان کې د امن په راوستلو کې ګټور ثابت شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG