لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په کرکټ کې د پښتنو لوبغاړو برخه ورځ تر بلې سیوا کیږي


India Cricket WCup
India Cricket WCup

د پاکستان د کرکټ په ملي لوبډله اؤ سیمه ییز کرکټ کې د پښتنو لوبغاړو برخه ورځ تر بلې سیوا کیږي اؤ هیڅوک اوس د کرکټ په لوبه کې د پښتنو د صلاحیت نه انکار نه شي کولی.

په کال 1937 کې د پاکستان جوړيدو نه یوولس کاله وړاندې چې د اوسنۍ خېبر پښتونخوا (او د هغه وخت د سرحد) صوبي ړومبي کرکټ ټيم د هندوستان تر ننه مشهور، رانجي ټرافي ټورنمنټ، کې برخه اخستې وه‘ له کال 1947 وروسته تر ډېرې مودې، د پښتونخوا نه د پاکستان ملي لوبډلو کې د لوبغاړو برخه کمه وه .

خو د تېرو دوو لسيزو راهیسې د پښتونخوا د کرکټ لوبغاړي په ملي او نړیوالو لوبو کې په بال او بېټ باندې د کمال په وجه د کرکټ مینه وال په پنجو ودروي.

‎پخوانۍ ټسټ کرکټر او د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې د وتلي لوبغاړي شاهين اپريدي مشر ورور ښاغلی ریاض اپریدی وایي د تېرو شپږو کالو راهېسي خېبر پښتونخوا کې ډېر ټاپ ليول کرکټ روان دی.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي" اوس که تاسو وګورئ موجوده ټيم کې نهه لس (پښتانه) لوبغاړي لوبه کوي وسيم جونئير د وزيرستان دی، خوشدل شاه د بنو دی، شاهين د خېبر دی، رضوان د درې دی، افتخار د پيښور دی، د کاټلنګ فخر زمان، نسيم شاه د دير دی نو د مختلفو علاقو نه دا راغلي دي او ټيلنټ پکې شته پنجاب او سیند دا مني چې څومره هم ټيلنټ دی نو په شمالي اړخ کې دی"

نسیم شاه
نسیم شاه

‎ماهرين وایي کرکټ ډير هم شو او ګټور هم، په هند، پاکستان او اوس افغانستان کې دا تر ټولو مشهوره لوبه ده او د پښتنو لوبغاړو د اثر سره سره د رسنيو، انټرنيټ له امله پرېمانه معلوماتو هم ډېر ځوانان کرکټ د يوې پيشې په توګه خپلولو ته هڅولي دي۔

‎د پېښور قيوم سپوټس کمپلیکس کې د کرکټ کوچ پروېز خان وایي، مخکې چې به کرکټ ډېر کم کيدو اؤ زیاتره به ټیسټ سیالۍ وې يا به په ټول کال کې يو لوبغاړي ته د پنیځو یو ورځېنیو سیالیو موقعه ترلاسه کېده اوس فرنچايزز جوړ شول .

هغه وایي "اوس زمونږ د ليګ په لېول باندي کرکټ کيږي په اسټريليا کې، بنګله ديش کې کيږي، پاکستان کې او په انډیا کې کيږي په سري لنکا کې کيږي نو پليرانو ته موقعي ډېرې ترلاسه کیږي نو که يو پلير ته په نيشنل او انټرنيشنل کې موقع نه ترلاسه کیږي نو دا هم يو ټسټ وي دا چې مونږ ته په ليکس کې موقعه ترلاسه کیږي"

دا وخت د پاکستان د بيلا بيلو درجو په ټيمونو کې ډير پښتانه د سر لوبغاړي دي.

په امریکا او وېسټ انډيز کي راتلونکي نړیوال ټي ټوينټي ټورنامنټ کې د افغانستان لوبډله کې نزدې ټول پښتانه دي او د پاکستان ټیم کې هم نېمايي پښتانه لوبغاړي دي او لا نور پسې هم راروان دي.

‎علي رضا د قبايلي ضلعي کرمي سره تعلق لرونکی د کرکټ ديارلس کلن لوبغاړی دی، هغه ډیوه ته وایي :

‎"ما سږکال انډر ترټين د فاټا ريجن نه کړی دی، زما د کرکټ سره ډېر زيات شوق دی، تقريبا زما څلور کاله وشو کرکټ کوم، زمونږ په کرمه کې ډير فيسيليټز(اسانۍ) نه وې چې ما هلته کرکټ کړی وای نو ما پلار ته وويل چې پيښور ته به شفټ شو هلته اسانۍ ډېرې دي اکيډمي او کوچز دي بيا مونږ دلته راغلو مونږ سره کوچز ډير محنت کوي"

‎د نولس کلنو د کرکټ لوبډلې لوبغاړی محمد فاروق د پښتونخوا د کورمي سیمې دی هغه ډیوه ته وایي، مونږ دلته راغلو دوه کاله مو تير کړل انډر ترټين مي وکړو هغه وخت ماشومان وؤ دومره نه پوهيدو خو دا وه چې خپل محنت به مو جاري ساتلو.

هغه وایي "د طلب خبره ده نو لګيا وؤ محنت مو کولو دې کې ټرايلز راغلو د انډر ترټين په کال دوه زره اوولسم کې ټرايلز مو ورکړو د فاټا کرمي نه نو په هغي کې سليکټ شوم الله کاميابي راکړه بيا مو اين سي ای وکړه د هغي وروسته بيا انډر سيکسټين، دوه کاله نانينټين دري کاله د پاکستان وشول او دې کال فرسټ کلاس هم وشو الحمدالله لګيا يو خو دا ډير محنت غواړي او کوشش به کوو چې د پاکستان استازیتوب وکړو"

‎د کرکټ څيړونکي وایي پښتونخوا کې د کرکټ ټېلنټ یا لوبغاړي شته، خو په ټوله منطقه کې دا وخت ده يوې درجې کرکټ نه کيږي.

‎د کرکټ د چارو کار پوهه محمد کامل خان وایي "صلاحیت نه پټيږي په ځانګړي ډول د پښتنو، نو دا اوس مجبوري ده د پاکستان کرکټ بورډ او د پاکستان د ټيم هغوي به ددي ټيلنټ قدر کوي او دا ټيلنټ به په ټيم کې ساتي"

د نوموړي په خبره ،په خېبر پښتونخوا کې کرکټ نشته "په پښتونخوا کې نه ستا ګراونډ شته، دلته لوکل ګراونډ دي که تا جوړ او ما جوړ کړي دي، اته زره او پنځه زره روپۍ مونږ اخلو او جيب ته يې اچوو، هلکان خپل کرکټ کوي که زمونږ پلير چيرته سليکټ کيږي پنجاب يا پي ايس ايل ته ځي لوبيږي به يا به خپل ريجن او يا به کراچۍ کې کرکټ کوي که ده چا مخي له راغلو سليکټ کيږي به ګنې پښتونخوا کې ستا داسې کرکټ نشته صفا خبره درته کوم"

‎د پاکستان کرکټ بورډ په پښتونخوا او قبايلي ضلعو کې د پيشه ور کرکټ دپاره د زده کړو يعني کوچنګ معيار ټاکلی دی او ددې دپاره يې په صوبه کې ماهره لوبغاري يا کوچز اخستي دي۔

‎رياض اپریدی وایي، څومره چې هم ريجن کوچز دي دا پروفشنل کرکټران دي.

د هغه په خبره "ما په خپله ليول تهري د ايي سي سي نه کړی دی ټيسټ هم ما کړی دی، سل فرسټ کلاس ميچونه ما کړي دي الحمدالله داسي نور چا که ليول ټو کړی وي هغوي سل ميچونه کړي وي او هغوي يې کوچز لګولي دي نو سسټم ټول کرکټرانو ته راغلو او ورځ تر بلې کرکټ فالو کوي"

نوموړی وایي "که زه په خپله څه کوم دې سټيډېم کې نو کرکټ بورډ ته يې کوم ،زمونږ يو ګروپ جوړ شوي ما سره هيډ کوچز دي جونئير دي وزيرستان نه تر باجوړ ټولو ځايونو ته زه رسيدلی نه شم هغوي مونږ ته روزانه رپورټ راکوي چې څه مثبت شوي او که نيګټيو دا يو ښه پروسس روان دی انشاالله راروان وخت کې به هم تاسو وګوري دا پښتانه به مکمل ټيم وي"

په پښتونخوا کې د کرکټ د لوبغاړو روزنه کېږي خو د روزنې او لوبې لپاره په صوبه کې په يواځني ارباب نياز سټيډېم کې اخري نړيوال ميچ اتلس کاله پخوا شوی و.

دلته د لوبو نه کولو لوی علت امنیت او ترهګري ښودل کېږي. نړيوال کرکټ خو لويه خبره، په صوبه کې د پاکستان د اولې درجې او لسټ اي سيالو دپاره هم د صوبي لوبغاړي نورو صوبو ته ځي۔

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG