لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال نېکولسن: تر سیاسي جوړې به پر وسلوالو مخالفینو فشار وي


په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان په دې ټینګار وکړ چې په وسلوالو مخالفینو باید تر هغو فشار راوړل شي تر څو سیاسي روغې جوړې ته غاړه کېږدي.

جنرال جان نیکولسن دغه څرګندونې د ګل یا دوشنبې په ورځ په کندهار کې د خپلو خبرو پرمهال وکړې.

"وسلوالو مخالفینو ته د خبرو د وړاندیز ترڅنګ باید مونږ پر هغوي فشارونو هم راوړو چې دا باید سیاسي، ټولنیز او پوځي فشارونه وي".

نوموړي همدارنګه وویل، د افغانستان د سولې له بهیر څخه نړیواله ټولنه په بشپړه توګه ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې د ناټو عمومي منشي جنرال ینز سټالټنبړګ ویلي، چې اتحاد یې د ترهګرۍ پرضد د جګړې هڅې دوه چنده کړیدي.

"مونږ د ترهګرۍ په وړاندې خپله مبارزه دوه برابره کړېده. په افغانستان کې به خپل ماموریت پراخ کړو او ترکیه او نور متحدین مو په دې برخه کې کلک ملاتړي دي".

ده وړاندې وویل، ترکیې هم په افغانستان کې د مهم رول په ترسره کولو سره د افغانستان له ثبات سره مرسته کړېده. په سلګونو سرتیري یې د ناټو په چوکاټ کې فعالیت کوي او افغان امنیتي ځواکونو سره مالي مرستې کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، طالبانو له دوی سره د غیر مستقیمو اړیکو له لیارې د سولې خبرو ته لیوالتیا ښودلې.

ده پرمختګ وروسته له هاغې وشو چې افغان حکومت ددې کال په سر کې طالبانو ته د سولې وړاندیز په دې هیله وکړ چې د سولې خبرو ته یې کښینوي.

طالبانو په رسمي توګه د سولې د خبرو لپاره تر اوسه پورې چمتوالی نه دی ښودلی او په دې وروستیو کې یې د افغان حکومت هغه وړاندیز هم رد کړیدي چې کولای شي په ټاکنو کې برخه واخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG