لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین له امریکا غوښتي دي چې د چین په جنوبي سمندر کې دې خپل زور نه ښيي


چین د ګل یا دوشنبې په ورځ د امریکا له پوځ څخه وغوښتل چې د چین په جنوبي سمندر کې دې خپل زور نه ازمايي.

چین ویلي، دا غوښتنه د تایوان د مسلې په اړه د نورو بې باوریو د رامنځ ته کېدو د مخنیوي لپاره کوي.

د تایوان د مسلې په اړه د نړۍ د دغو دوو سترو اقتصادي قدرتونو ترمنځ له مخکې څخه لانجه روانه ده.

د چین د دفاع وزیر وي فنغي دغه خبره د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر ته کړې ده چې بیا د چین د ویاند لخوا وروسته له هاغې بیا تکرار شوه کله چې د سپینې ماڼۍ یو لوړ پوړي چارواکي په یادو اوبو کې د چین لخوا د ویرونکو کارونو ترسره کول غندلي وو.

دا څرګندونې یوه وروسته له هاغې هم شوي چې مارک ایسپر په ډاګه پینکنګ په سیمه کې د خپلو سټراټیکو موخو د پر مخ بیولو له امله تورن کړ.

د چین د حکومت ویاند وو کیان وویل، په بینکاک کې ددفاع د وزیرانو د غونډې په څنډه کې د بندو دروازو ترشا ښاغلي وي له ایسپر څخه وغوښتل چې د چین په جنوبي سمندر کې دې خپل زور نه ازمايي تر څو ورسره د دواړو هېوادونو ترمنځ لانجې نورې هم زیاتې نه شي.

چین د جنوبي چین د سمندر له انرژۍ څخه د بډایه ټولو اوبو دعوا کوي او له همدې امله یې په مصنوعي جوړو شویو جزیرو باندې پوځي پوستې هم ورته جوړې کړې دي.

که څه هم برونای، مالیزیا، پلیپین، تایوان او ویتنام هم ددغو اوبو د ځینو برخو دعوه کوي.

امریکا په چین تور لګوي چې د چین جنوبي سمندر یې پوځي کړی او هڅه کوي خپل اسیاسي ګاونډیان وویروي چې هغوی له دغو اوبو څخه تېل او ګاز ترلاسه نه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG