لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان خبريالانو د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړوند ليکنو باندې بندېز غندلی


د پاکستان د څو غټو ورځپاڼو د ۶۰ نه زياتو خبريالانو، ادارتي ليکوالانو او مديرانو "په هېواد کې د بيان په ازادۍ د روانو بندېزونو" غندنه کړې ده.

د خبريالانو لخوا په يو بيان کې ويل شوي چې په "اول سر کې د ځینو مخصوص خبري ادارو پرضد ګامونه پورته کړی شوي او بيا يې خپرونې بندې کړې شوي او اوس په ټولو خبري ادارود بشري حقونو د ځانګړو ډلو د کورېج نه ودرولو دپاره فشار اچول کيږي".

د پاکستان د حکومت لخوا د چهارشنبې/ شورو په ورځ خپور شوي دې بيان ته ځواب نه دی ويل شوی.

پاکستان کې خبري ادارې ورځپاڼې او ټيلي ويژن چېنلې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د هلو ځلو ځلو وروستو زياتې د فشار سره مخ شوي دي.

او دلته يواځې د ورځپاڼو د کالمونو پاڼې د فشار لاندې نه دي بلکې ټيلي ويژن چېنلې او ورځپاڼې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د پرامنه احتجاج او لاريون د کورېج څخه منع کړی شوي دي کوم غورځنګ چې د غېرعدالتي وژنو او په زوره د خلکو ورکولو پرضد راپاڅېدلی دی.

پي ټي اېم په خپلو لاريونونو کې د پاکستان په طاقتوره استخباراتي ادارو ټکونه کوي چې دغه ادارې خلک په زوره ورکوي.

خبریال خان زمان کاکړ وي او ای ته ويلي د پي ټي اېم په موضوع يې [دې نيوز] ورځپاڼې ته ليکلی کالم څو ساعته وروستو د وېب پاڼې نه اخوا کړی شوی ؤ.

هغه وايي چې "د مدير نه مې پوښتنه وکړه هغه راته وويل په پي ټي اېم ليک مه کوه".

خبريالانو ويلي د فشار له امله د ورځپاڼو او په انټرنېټ د وېب پاڼو څخه لیکنې (کالمونه) لرې کولی شي او وي او ای سره په خبرو کې د پاکستان د يادې [جنګ] ورځپاڼې لیکوال وجاهت مسعود د دغه خبرې پخلی کړی دی.

وجاهت مسعود ويلي،پاکستان کې " د کال ۲۰۱۴م راهسې د سنسرشپ غېراعلاني بندېز دی او زه د خپل ليک نه خپرېدو په اړه شکايت نه شم کولی ځکه ورځپاڼه په خپله د سنسرشپ سره مخ ده".

په نيويارک کې د خبریالانو د حقونو دپاره کار کوونکي سازمان (سي پي جی) سټيوبټلر وايي پاکستان کې دغه ډول حالات بدقسمتي ده.

وي او ای سره په خبرو کې هغه وويل، "زما په خيال د پاکستان ولس مالوماتو د رسائي پوره حق لري چې پوهه شي چې په راتلونکو انتخاباتو کې څوک وټاکي".

څيړونکي وايي سوتره او ازادې ټولټاکنې هغه وخت نشي ممکن کېدی تر څو چې غېر دولتي خبري ادارې د فشار څخه نه وي ازادې کړی شوې.

پاکستان کې زيات کتونکی ټي وي چينل [جيو] د ملک په زیاترو برخو کې تر يوې مياشتې پورې تړل شوی ؤ، او حکومت او د برقي رسنيو د څار ادارې پېمرا ويلي ؤ چې دوي د چېنلو بندولو نه دي ويلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG