لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: ټريفکي پېښه کې د نوې جوړې په ګډون اووه تنه وژل شوي


د پاکستان د غټ صنعتي ښار کراچۍ او حېدراباد ترمنځ په غټ سړک موټروی باندې يوه ټریفکي پېښه کې د نوې واده شوې جوړې ترڅنګ اووه تنه وژل شوي دي.

د موټروی پوليسو ويلي د کراچۍ نه د سندهـ صوبې جېک اباد ښار ته روان موټرد بل ګاډي(جيپ) سره په ټکر شوی او اوور پرې لګېدلی دی.

د موټرپوليس ځايي رسنيو سره په خبرو کې ویلي په موټر کې د يوې ماشومې په ګډون اته تنه سواره ؤ چې پکې يوه نوې واده شوې جوړه هم وه.

پوليس پخلی کړی چې په موټر د اورلګېدو له امله د نوې جوړې په ګډون اووه تنه وژل شوي او يوه کم عمره ماشومه روغه پاتې شوې ده.

پېښه کې د وژل شوؤ حسن علي او صدف دوه ورځې وړاندې په کراچۍ کې واده شوی او بيرته جېکب اباد ته په لار ؤ چې د پېښې ښکار شو.

پوليس ويلي پېښه د موټر د تيزرفتارۍ له سببه رامنځته شوې ده.

پاکستان کې زياتره ټريفکي پېښې د حساب نه زیات تيز ګاډي چلولو، ماتو يا خرابو سړکونو، په ګاډو کې د حساب نه سېوا وزن اېښودو او ډرائيورانو د غفلت له امله رامنځته کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG