لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو د حکومت اؤ هند تماسونه، ایا طالبان افغانستان کې د پاکستان اثر کمول غواړي؟


دهند یو لوړ پوړي پلاوي څو ورځې وړاندې افغانستان کې دطالبانو دحکومت لوړپوړ چارواکو سره لیدنې کړې وې چې له هغې وروسته داسې ګنګوسې کیږي چې هند به ډیر زر یو وارې بیا په کابل کې خپل سفارت پرانزي.

هند یا دطالبانو حکومت لا په دې اړه کوم رسمي بیان نه دی خپور کړی خو اوسني تماسونه د دواړو خواؤ ترمنځ دباور زیاتیدو لپاره زیات مهم ګرځول کیږي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه هند پروسکال وروسته له هغې کابل کې خپله سفارتخانه تړلې وه چې داګست په میاشت کې طالبانو کابل ونیولو ،دسفارتخانې ترڅنګ هند دافغانستان په بیلابیلو ښارونو کې خپلې قونصلګرۍ هم تړلې وې.

داسې ګڼل کیږي چې دافغان طالبانو په پرتله دهند اړېکې دهغوئ دمخالفې جبهې شمالي ایتلاف سره پیاوړې پاتې شوې دي خو کله چې افغانستان کې دحامدکرزي اؤ بیا دهغه نه وروسته داشرف غني حکومت ؤ ،هم ورسره هند ښې اړېکې لرلې.

څیړونکي اوس طالبانو سره دهند داړیکو ټینګښت غوره پرمختګ بولي اؤ په دې نظر دي دسیمې سیاسي وضعیت کې به دهند اؤ افغانستان ترمنځ ښې اړیکې زیات ارزښت ولري.

دهند پخوانی ډپلوماټ اؤ کال ۲۰۰۱ کې دطالبانو دحکومت ختمیدو نه وروسته دهند دسفارتي مشن غړی مکهو پادهیا وایي افغانستان ته دهندي چارواکو اوسنی سفر افغان ولس ته دا په ډاګه کوي چې دهند حکومت دې سخت وخت کې دافغانانو ترشا ولاړ دی.

وي او ای اردو سره خبرو کې هغه ویلي تیرکال د۱۵م اګست نه وروسته هند افغانستان کې خپل سفارتي مشن دامنیتي اندېښنو له امله ځنډولی ؤ.

دمکهو پادهیا په وینا هغه داسې ګڼي چې دهند پلاوي به افغانستان کې دسفارتي فعالیتونو پیل کولو لپاره طالبانو نه باور غوښتی وي.

د رپورټ له مخې دطالبانو حکومت سره دسفارتي اړیکو دنشتوالي باوجود هند پروسکال داګست نه راواخلې تر اوسه په انساني بنیادونو افغانستان ۲۰زره میټرکه ټنه غنم، دارو درمل، کرونا ضد ویکسین اؤ دژمي دموسم جامې دمرستو په توګه افغانستان ته لیږلي دي

دهند دبهرنیو چارو وزارت اشاره ورکړې ده چې په راتلونکي کې به نوره غله دانه اؤ دوایانې هم افغانستان ته ولیږي.

د وي او ای اردو په رپورټ کې راغلي چې هند ایران کې دمیشت افغان کډوالو لپاره هم دکرونا ضد ویکسین لس لکه خوراکونه لیږلي دي.

ګوتهم مکهو پادهیا وایي اوس چې هند افغانستان سره په باقاعده توګه داړیکو جوړولو پریکړه کړې ده نو دطالبانو حکومت ته به هم له دې څخه ګټه رسیږي چې دنړۍ یو ستر هیواد د دوئ سره سفارتي اړیکې ساتل غواړل.

دهغه په وینا دا وړومبی ځل نه دی چې دهند پلاوي طالبانو سره لیدنه کړې ده بلکې طالبان چې واک ته نه ؤ رسیدلي په هغه وخت کې هم دلیدنو دا لړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې دوامداره وه خو دځېنو علتونو له امله دغه لیدنې پټې ساتل کیدلې.

دغه پخوانی هندي سفارتکار وایي دسیمې وضعیت په چټکتیا سره بدلیږي اؤ همدا لامل دی چې هند هم نړیوالو حالاتو ته په کتنه طالبانو سره د تماسونو پراخولو پرېکړه کړې ده.

تیره اوونۍ په نوي ډیلي کې دشنګهایي دمرستو دسازمان یوه غونډه هم شوې وه چې په ایجنډه کې په سر کې دافغانستان موضوع شامله وه.

هند په داسې حال کې ددې غونډې کوربه توب کړی ؤ چې خپله دا مهال کابل کې هیڅ سفارتي مشن نه لري خو برعسک بیا د اروپایي هیوادونو په ګډون دنړۍ یو شمیر هیوادونو افغانستان کې یو وارې بیا خپل سفارتي فعالیتونه پیل کړي دي ولې دنړۍ یو هیواد هم تر دې دمه دطالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی.

ګوتهم مکهو پادهیا وایي افغانستان دا تاثر هم له مینځه وړل غواړي چې ګنې افغانستان یې په بشپړ ډول له لاسه وتلی دی.

هغه وایي اوس هند یو وارې بیا افغانستان کې خپل ارزښت ځائ ته راوستل اؤ افغان ولس اؤ نړۍ ته ښودل غواړي چې هند دطالبانو په واکمنۍ کې هم دافغانستان دښیګړې په کارونو کې خپله برخه اچوي.

دهغه په وینا طالبانو سره داړیکو ټینګولو مطلب هیڅکله دا نه دی چې ګنې هند اوس افغانستان کې داپوزیشن ډلو ملاتړ په بشپړ ډول پریښی دی بلکې دهند هڅه به دا وي افغانستان کې دجامع امن په لوري د ټولو خواؤ سره پریو ځائ لاړ شي.

هغه وایي دا مهال افغانستان کې امنیت دهند لپاره تر ټولو ستره ننګونه ده.

دا په داسې حال کې ده چې دطالبانو دحکومت ددفاع وزیر ملایعقوب په دې وروستیو کې دیو هندي ټي وي سره مرکه کې ویلي وؤ چې افغانستان دنړۍ دنورو هیوادونو په څیر هند سره هم دغوره اړیکو جوړولو پلوي دي.

هغه ویلي وؤ دطالبانو حکومت هند سره ددفاعي اړیکو ځائ ته راوستلو کې هیڅ ستونزه نه لري خو واضحه کړې یې وه چې وړومبی باید د دواړو هیوادونو سفارتي اړیکې ځائ ته راشي.

ملا یعقوب ویلي وؤ که چرې د دواړو هیوادونو اړېکې ځائ ته راشي نو بیا طالبان اماده دي چې افغان امنیتي ځواکونه د روزنې لپاره هند ته ولیږي.

تر دې وړاندې داشرف غني اؤ حامد کرزي په واکمنیو کې هم دافغانستان عسکر دتربیې لپاره هند ته لیږل شوي وؤ.

دکابل دکاردن پوهنتون دابلاغ عامه دڅانګې پخواني مشر فهیم سادات وي او ای اردو ته ویلي چې فعلا طالبان دا هیله لري چې هند باید په انساني بنیادونو دوئ سره مرستې وکړي ځکه چې هند یو ستر هیواد دی اؤ هغوئ چې کله هم مرستې کړې دي نو هغه په زیات مقدار کې وي.

دفهیم سادات له مخې په تیرو ۲۰کالو کې هندي حکومت افغانستان کې داربونو ډالرو پانګونه کړې ده ځکه نو افغان ولس دهند لپاره ښه خیالات لري اؤ په دې خبره طالبان هم پوهه دي.

ښاغلی سادات زیاتوي طالبان به دا هڅه هم وکړي چې هغوئ له سفارتي پلوه خپل فعالیتونه وغځوي اؤ ګاوندي هیواد پاکستان خپل انحضار تر یو څه حده راکم کړي.

هغه وایي طالبان غواړي چې دسفارتي پلوه باید دوئ سره دپاکستان ترڅنګ دایران،هند اؤ منځنۍ ایشیا په شکل کې هم اپشنز یا لارې موجودې وي.

هغه زیاتوي نزدې د کال دجاج اخستو نه وروسته هند دې نتیجې ته رسیدلی دی چې طالبان یو حقیقت دی اؤ په نزدې راتلونکي کې به هم اقتدار د دوئ په لاسونو کې وي نو ځکه هند به کله هم ونه غواړي چې افغانستان دې په بشپړه توګه دپاکستان د اثر لاندې وي.

کابل کې میشت خبریال فهیم وردک وي او ای اردو ته ویلي چې طالبان خپل تماسونه غځول غواړي اؤ هغوئ په دې هڅه کې دي چې دامریکې په ګډون دنړۍ ستر قوتونه د دوئ حکومت په رسمیت ومني ځکه نو طالبان به اوس غواړي چې کابل کې باید هند خپله سفارتخانه پرانزي.

دفهیم وردګ وینا ده چې ددې تګلارې پخپلولو سره طالبان په پاکستان هم فشار سیوا کول غواړي چې باید دغه هیواد افغانستان کې خپل کردار د کم نه کم کړي.

(د وي او ای اردو په مننه)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG