لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ماما قدیر: په جبري بې درکه بلوڅانو کې ۵۰۰۰ زده کوونکي هم شامل دي


په بلوچستان کې د ورکو بلوڅانو لپاره مبارزه کوونکی اته اتیا کلن بوډا ماما قدیر بلوڅ وایي، په زرګونو ورکو بلوڅانو کې د کالجونو او پوهنتونونو ۵۰۰۰ زده کوونکي هم شامل دي.

قدیر بلوڅ وایي د بلوڅو سیاسي فعالانو او زده کوونکو د جبري بې درکۍ لړۍ اوس هم دوام لري او وایي چې د بلوچستان په شمول له کراچۍ څخه هم بلوڅان وړل کېږي او په کلونو په جبري توګه په پټو بندیخانو کې ساتل کېږي.

"پینځه میاشتې مخکې هم صغیر بلوڅ د کراچۍ له یو پوهنتون څخه وړل شوی دی، کم عمره غریب هلک دی، پلار یې ټرک ډرایور دی او مور یې په کور کې د جامو ګنډلو کار کوي".

د ورکو بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي سازمان مرستیال مشر ماما قدیر بلوڅ وایي د نورو ورکو بلوڅانو غوندې د صغیر بلوڅ مقدمه هم د سیند په هایکورټ کې درج کړل شوې ده، خو وایي تر اوسه یې یواځې یوه پېشي شوې ده. ماما قدیر بلوڅ تور پورې کوي چې عدالتونه د ورکو بلوڅانو مقدمې ځنډوي او انصاف نه ورسره کوي.

په ۲۰۱۳م کال کې د ورکو بلوڅانو په ملاتړ اوږد لاریون.
په ۲۰۱۳م کال کې د ورکو بلوڅانو په ملاتړ اوږد لاریون.

ماما قدیر دعوه کوي چې په تېرو اتلسو کلونو کې تر اوسه پورې ۴۵۰۰۰ بلوڅان جبري بې درکه دي، چې وایي شاوخوا ۱۵۰ ښځې هم پکې شاملې دي. ماما قدیر وایي په هغوی کې ۱۰۰۰۰ تنه په بېلابېلو ډولونو وژل شوي او مړي یې غورځول شوي دي، خو د بلوچستان ایالتي حکومت دا دعوې ردوي او وایي دا شمېر د دوو سوو په شاوخوا کې دی.

د پاکستان د بشري حقونو سازمانونو هم په وار- وار د بلوڅانو پر جبري بې درکۍ اندېښنه څرګنده کړې ده، خو هغوی هم چې د ورکو بلوڅانو شمېر وړاندې کړی هغه د ۱۰۰۰ تنو په شاوخوا کې دی.

ماما قدیر بلوڅ د بشري حقونو له سازمانونو او د بخښنې له نړیوال سازمان (ایمنیسټي انټرنېشنل) څخه غوښتنه کوي چې د بلوڅانو پر جبري بې درکۍ ږغ پورته کړي او پر پاکستان فشار راوړي چې ورک بلوڅ ځوانان عدالتونو ته وړاندې کړي:

"د پاکستان آیین چاته دا حق نه ورکوي چې زموږ ځوانان اته، لس یا شپاړس کاله په بند کې وساتي، دوی دې عدالت ته وسپاري پلټنې دي ځنې وشي، که دوی ګناهګاره دي، په هدفي وژنو کې لاس لري، بغاوت یې کړی دی یا په پاکستان ماتولو کې لاس لري عدالت دي سزا ورکړي، که بېګناه دي باید خوشي کړل شي".

د بلوچستان حکومت او امنیتي ادارې اکثر د ماما قدیر د دې دعوې په اړه چې وایي ورک او بېګناه بلوڅان یې وژلي، وایي چې دوی بېګناه نه دي بلکې پر حکومتي ځایونو او امنیتي سرتېرو په بریدونو کې لاس لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په پېښور جلسه کې د ورکو پښتنو د کورنیو خلک.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په پېښور جلسه کې د ورکو پښتنو د کورنیو خلک.

ماما قدیر د لسګونو بلوڅانو ځوانانو او پېغلو په ملتیا په ۲۰۱۳م کال کې د ورکو بلوڅانو لپاره له کوټې تر کراچۍ او بیا تر اسلام اباده اوږد لاریون هم وکړ، خو وایي د بلوڅانو د جبري بې درکۍ ستونځه لا نه ده حل شوې او د ورکو بلوڅانو کورنۍ د هغوی په انتظار له کړاوه ډک ژوند تېروي.

د ورکو بلوڅانو کورنۍ تور لګوي چې د دوی کسان د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو وړي دي، خو د پاکستان حکومت او امنیتي ادارې دا تورونه په کلکه ردوي او وایي چې نه یې بېګناه بلوڅان وړي او نه یې وژلي دي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د خلکو د جبري بې درکۍ موضوع ورځ تر بلې پېچلې کېږي، ځکه چې د بلوچستان په شمول د دې هېواد له سیند، خیبرپښتونخوا او فاټا څخه زرګونه پښتانه هم له کلونو راهیسې په جبري توګه وړل شوي او کورنۍ یې له مرګ و ژونده خبرې نه دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي، په پاکستان کې شاوخوا ۳۲۰۰۰ پښتانه هم جبري بې درکه دي، چې وایي په هغوی کې ښځې هم شاملې دي او دا مهال دوی تر ۸۰۰۰ د زیاتو کسانو فهرست هم تیار کړی دی.

XS
SM
MD
LG