لاس رسیدونکی لینک

 
ټورنټو کې يو تن په خلکو ګاډی خېژولی، ۱۰ تنه يې وژلي
تازه خبر

ټورنټو کې يو تن په خلکو ګاډی خېژولی، ۱۰ تنه يې وژلي


د کېنېډا په ټورنټو ښار کې يو تن د سړک په غاړه روانو ګڼو خلکو باندې ګاډی خېژولی ۱۰ تنه يې وژلي او ۱۵ نور يې ټپيان کړي دي.

د کېنېډا پوليسو ويلي په خلکو ګاډي خېژؤنکی ۲۵ کلن تن يې نيولی او د هغه تعلق د ټورنټو د يوې علاقې سره دی.

د ټورنټو د پولیسو مشر مارک ساونډرز ويلي ښکاري چې پېښه قصدا شوې ده.

د عامه خونديتوب وزير رالف ګوډېل ويل د امنيتي چارواکو سره خبرې شوي او د ترلاسه شوؤ مالوماتو په اساس د دې د ملي امنيت سره څه تړاؤ نشته.

د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو پېښې ته غمژنه ويلي او د پېښې ښکار خلکو سره يې خواخوږي او عمرازي کړې ده.

هغه ويلي مونږ ټول بايد ځان په خپلو ښارونو او ټولنه کې په ګرځېدو کې خوندي وګڼو.

د امريکا سپينې ماڼۍ ويلي امريکا د کېنېډا د خلکو سره ولاړه ده او د کېنېډا هر ډول مرستې او ملاتړ ته تياره ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG