لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کونړکې د داعش ډلې قومندان "زاهد پيری" وژل شوی


د افغانستان د دفاع وزارت ویلي د کونړ ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په ځمکنیو عملیاتو کې د داعش ډلې اړوند دسرې قطعې قومندان زاهد وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ داعش ډلې له درېو وروڼو څخه چې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کی د یو شخصي روغتون ډاکټران وو، سرونه غوڅ کړي وو.

د دفاع وزارت ویاند جنرال رادمنش وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ویلي ، د چپې درې په عملیاتو کې د داعش ډلې اړوند دوه مشکوک کسان هم نیول شوي دي.

رادمېنش وویل"د افغانستان په داخل کې چې د عملیاتو لپاره اړتیا پیدا شي مونږ یې ترسره کوو ،تیره شپه افغان ځواکونو د کونړپه چپې درې ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړل ،د دې عملیاتو په پایله کې د داعش ډلې د سرې قطعې قومندان زاهدالله چې په پیري مشهور دی وژل شوی او ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې هم دافغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي".

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم هم د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې د قومندان د وژل کېدو پخلی کړی او ویلي دي چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونوته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

نوموړي ویلي دا مهال د کونړ په چپې درې ،دانګام ،وټه پور، د څوکۍ ولسوالۍ په ویګل درې او د نورګل په غرنیزو او لرو پرتو سیمو کې د داعش ډلې فعالیتونه شتون لري.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ردامنش ویلي ،د داعش په نوم کومه ډله چې په افغانستان کې فعالیت کوي د پاکستاني طالبانو اړوند جنګیالي پکې دي اوخپل بیرغ ته یې بدلون ورکړی دی.

نوموړي ویلي، په ټول هیواد کې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ پاکستاني طالبان د داعش ترنامه لاندې فعالیت کوي خو په وینا یې که دا ډله سرپورته کړي افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه به یې پرضد چټک عملیات ترسره کوي.

داعش وسله والې ډلې تر دې دمه دافغان حکومت د تازه څرګندونو او دوژل شویو ډاکټرانوپه اړه څه نه دي ویلي.

دا لمړی ځل نه دی چې د ولسي خلکو په وینا داعش ډلې له ډاکټرانو سرونه پرې کړي دي بلکې تردې وړاندې هم د ننګرهارپه هغو سیمو کې چې د اعش ډلې پکې فعاليتونه درلوده ګڼ شمیر عام ولسي خلک په ډیره بې رحمۍ سره وژلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG