لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پینټاګان: په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو سږ کال تر تېرو ۱۵ کلونو زیات بمونه غورځولي


یو تازه رپوټ وایي په افغانستان کې د امریکې په مشرۍ بهرنیو ځواکونو د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې په افغانستان کې تر تېرو پینځلسو کلونو زیات بمونه غورځولي دي.

د پېنټاګان له خوا په خپاره شوي رپوټ کې ویل شوي، په روان کال کې د دومره زیاتو بمونو غورځول دا اشاره ورکوي، چې سږنی کال به ډېر خونړی وي، ځکه چې وایي د پسرلي په راتګ په افغانستان کې جګړه زور اخلي او اتحادي ځواکونو اوس د داعش او وسلوالو طالبانو په ضد هوایي بمبارۍ زیاتې کړې دي.

د امریکې د دفاع وزارت پینټاګان د معلوماتو له مخې په تېره اوولس کلنه جګړه کې پر وسلوالو په بمونو غوځورلو کې د تېر کال په اګست کې زیاتوالی راغی، چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ خپلې نوي پوځي تګلاره اعلان کړه.

د امریکې د هوایي ځواکونو مرکزي دفتر وایي، د اتحادي ځواکونو الوتکو د ۲۰۱۸م کال په لومړی درو میاشتو کې په افغانستان کې ۱۱۸۶ بمونه غورځولي دي.

رپوټ وایي له دې وړاندې د دې هېواد په روانه جګړه کې تر ټولو زیات بمونه په ۲۰۱۱م کال کې غورځول شوي وو، چې شمېر یې ۱۰۸۳ وو.

امریکې له ۲۰۰۱م تر ۲۰۰۳م کال پورې په افغانستان کې د هوایي بمباریو شمېر نه دي خپور کړی.

په رپوټ کې د افغان هوایي ځواکونو د هوایي بمباریو شمېر نه دی یاد شوی، چې وایي له دوو کلونو یې د هوایي بمباریو وړتیا موندلې ده او د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې هره ورځ له څلورو تر دوولسو هوایي بریدونه کوي.

په افغانستان کې وسلوال طالبان.
په افغانستان کې وسلوال طالبان.

د کلیفورنیا په نېول پوسټ ګرېجوېټ سکول کې د افغانستان د چارو یو کارپوه توماس جونسن وایي، یو څه داسې اشارې شته چې پر وسلوالو هوایي بمبارۍ به د جګړې په ختمولو کې مرسته وکړي:

"دا په اصل کې د ناهیلۍ یوه تګلاره ده. د نړۍ په تاریخ کې هیڅ داسې جګړه نه شته چې یواځې د هوایي ځواک له لارې دي وګټل شي".

رپوټ وایي حتی د امریکایي پوځ لوړپوړو چارواکو هم دا منلې ده، چې په افغانستان کې جګړه یو ډول د تم کېدو په حالت کې ده. د امریکایي پوځ د وروستیو اندازو له مخې افغان حکومت د هېواد پر ۵۶ فیصده هغو سیمو بشپړ واک تر لاسه کړی، چې پخوا پکې وسلوال زیات وو.

په افغانستان کې د وسلوالو بریدونه هم دوام لري. داعش ډلې د تېر اتوار- یکشنبې په ورځ په کابل کې د پېژندپاڼو پر یوه انتخاباتي دفتر په ځانمرګي برید کې شاوخوا ۶۰ کسان و وژل او طالبانو هم په را روانو ټاکنو کې له ګډونه انکار کړی دی.

ملګري ملتونه وایي د تېر کال غوندې د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې هم په افغانستان کې د عامو خلکو مرګ ژوبله تر پخوانیو کلونو زیاته وه، چې وایي له جنورۍ تر مارچ میاشتې په بېلابېلو پېښو کې ۷۶۳ کسان وژل شوي او ۱۴۹۵ ټپیان شوي دي.

ملګري ملتونه وایي دغه ټول عام خلک د وسلوالو جنګیالیو په بریدونو کې وژل شوي، خو وایي په ځینې هوایي بمباریو کې هم ۶۷ تن عام خلک په تېرو درو میاشتو کې وژل شوي او ۷۵ ټپیان شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG