لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کې وسله والو طالبانو د خندق په نوم پسرلني عمليات اعلان کړي


Taliban

د افغانستان د دولت مخالفه وسله والو طالبانو د (خندق) په نوم پسرلني عمليات اعلان کړي او ويلي يې دي "په دغو عملياتو کې به يې لمړی تمرکز په امریکا او د دغه هېواد په استخباراتي استازو او دوېم تمرکز به يې په افغانستان کې دننه د هغو په پلويانو وي".

طالبانو ويلي دغه عمليات يې د اپرېل د ۲۵م نېټې ۲۰۱۸م څخه په ټول هېواد کې پېل کړی شوي او دوامداره به ساتلی شي.

د خندق په نوم پسرلنو عملياتو کې طالبانو ګواښ کړی چې په دې عملياتو کې به يې " تمرکز د امريکايانو او د هغوي د ملاتړو په چقولو، وژلو او ژوندي نيولو باندې وي".

د اشرف غني د سولې غږ

د افغان دولت مخالفه وسله والو طالبانو په دغه هېواد کې د پسرلنيو عملياتو اعلان په داسې حال کې کړی چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د فرورۍ په ۲۸م نېټه د کابل پروسې دوېم کانفرنس ته په وېنا کې طالبانو ته په مخاطب کولو سره ويلي ؤ،

"د طالبانو مشرتابه او هر طالب! نن فیصله ستاسو په لاس کې ده، سوله ومنئ، په عزت یې ومنئ او راشئ دا خاوره چې زموږ د خلکو د شهیدانو او قربانیو نتیجه ده، بېرته وساتو".

خو طالبانو د اشرف غني د سولې دغې غږ ته په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ویلی او خپل عمليات يې دوامداره ساتلي دي.

دوه ورځې وړاندې افغانستان کې د امريکايي او بهرنيو ځواکونو مشر جنرال جان نيکلسن هم د اشرف غني په طالبانو د سولې غږ ته يوه ښه موقع ويلې وه.

خو طالبانو په خپل تازه بيان کې دغه يادګېرنه کړې چې امريکې د افغانستان سره په جنګي تړون کې د جګړې تازه کولو دپاره نوې اډې جوړې کړي او دا هغه عوامل دي چې امريکايان يې له مخه د هر ډول سولې امکانات سبوتاژ کوي او د طالبانو د مذاکراتو دريځ ته منفي ځواب وايي.

د صدر ټرمپ د افغانستان تګلاره

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ تير کال د اګست په ۲۱م نېټه د افغانستان او سويلي اسيا دپاره خپله اعلان کړې تګلاره کې د افغانستان لپاره د امریکايي پوځیانو زیاتولو یا کمولو په اړه څه نه ؤ ويلي او زياته کړې يې وه نوي تګلاره به يې په نېټه نه، بلکې په شراېطو ولاړه وي.

د افغانستان په اړه د امریکا په پالیسې یا تګلاره کې د بدلون په اړه صدر ټرمپ ویلي ؤ مونږ به د افغانستان د حکومت مرستې جاري ساتو او په افغانستان کې د سیاسي پروسې په لار د امن راوستو لپاره به د پوځی طاقت نه کار اخلو.

د افغانستان دپاره تګلارې اعلانولو وروستو امريکې افغانستان ته نور عسکر هم لېږلي دي.

په پاکستان فشار

د امريکې صدر ټرمپ د سويلي اسيا او افغانستان دپاره خپله اعلان کړې تګلاره او بيا د روان کال په لمړۍ نېټه خپل ټويټ کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې او پاکستان د افغانستان په اړوند د امريکا د سخت فشار سره مخ دی.

صدر ټرمپ ويلي پاکستان د امریکا نه په اربونو ډالره اخستي خو په خپله خاوره يې حقاني شبکه او نور ترهګر ساتلي او امریکا ته يې تل دروغ ويلي او تګي يې ورسره کړې ده.

خو پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي امریکا د پاکستان نه د قربانۍ ګډوری جوړوي. امريکې د پاکستان پوځي مرستې هم ځنډولي او وايي پاکستان کولی شي چې په خپله خاوره د موجودو ترهګرو پرضد غوڅ عمليات وکړي او دغه مرستې ترلاسه کړي.

د افغانستان او پاکستان تاؤژنې اړیکې

د افغانستان او پاکستان اړيکې چې د تيرې اوږدې مودې راهسې د تاؤ تريخوالي ښکار دي او ترمنځ يې باوري موجوده ده ، افغان ولسمشر د فرورۍ په ۲۸م د کابل پروسې دوېم کانفرنس د لارې په پاکستان هم د سولې د خبرو غږ کړی ؤ.

نوموړي ويلي ؤ "مونږ بیا هم، د پاکستان له دولت سره د هر اړخیزې سولې مذاکراتو ته چمتو او حاضر یو چې تډرې ترخې تجربې هېرې او نوی باب پرانیزو. مونږ د خپلو خلکو د مشقتونو په اړه د مسؤولیت ژور احساس او د خپل هېواد لپاره یو روښانه لرلید لرو، او سولې ته زمونږ ژمنتیا پر همدې لرلید او همدې احساس بناء ده".

له دغې وروستيو د افغانستان او پاکستان پلاوؤ د دواړو هېوادونو سفرونه کړي او په وروستيو کې د پاکستان وزيراعظم شاهدخاقان عباسي هم د اشرف غني په بلنه د افغانستان سفر کړی ؤ.

د پاکستان په طالبانو اثر

د پاکستان د بهرنيو چارو سېکترې تهمينه جنجوعه د جنورۍ په میاشت د امريکې د سفر په مهال ويلي ؤ امريکا د پاکستان نه تمه کوي چې طالبان به د افغان سولې خبرو ته راولي،

هغې ويلي ؤ " کېدی شي په تير وخت کې پاکستان په دوي (طالبانو) ځینې اثر لرو خو اوس مونږ (پاکستان) هغه اثر نه لرو چې په دوي فشار واچوؤ اوخبرو ته يې کښېنوؤ".

ښاغلې جنجوعه ويلي ؤ "بايد افغان حکومت طالبانو ته داسې وړانديز وکړي چې هغوي د خبرو مېز ته راشي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​

XS
SM
MD
LG