لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان او پاکستان د ترهګرۍ په ضد د ګډ پلان پر عملي کېدو اتفاق ته رسېدلي


Atmar Janjua
Atmar Janjua

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د روس په سوچي ښار کې د نهم امنیتي کانفرنس په څنډه کې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصر جنحوعه سره تېره ورځ ولیدل.

د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې ویلي، په دې لیدنه کې حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال سره پر هغو ۷ اصولو بحث درلود چې کابل ته د پاکستان د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د سفر په مهال له افغان مشرانو سره پرې هوکړې ته رسېدلي وو.

نوموړي ویلي، حنیف اتمر په څرګنده له خپل سیال نه غوښتنه وکړه چې د عمل ګډ پلان عملي کړي او په وینا یې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصرجنجوعه هم ومنله چې هیواد به یې د هغو ژمنو د بشپړولو لپاره اقدام کوي، چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد تر منځ پرې موافقه شوې ده.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویاند قادر شاه وویل:

"د ملي امنیت سلاکار محمد حینف اتمر له پاکستاني سیال سره په لیدنه کې افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر د سفر په مهال پر متفق شویو ۷ اصولو خبرې وکړې او دواړو لورو د یو عملي پلان پر جوړولو هوکړه وکړه چې عملي اقداماتو ته زمینه برابره شي".

د دې شورا ویاند ویلي حنیف اتمر د روس امنیتي کانفرانس په څنډه کې د ترکیې، بېلاروس، قزاقستان، ایران، قرغزستان او د یو شمېر نورو هېوادونو له امنیتي سلاکارانو سره ځانګړې لیدنې درلودې.

قادرشاه وايي، د افغانستان او روس د ملي امنیت سلاکارانو تر منځ په لیدو کتو کې د سیمې پر روانو امنیتي او سیاسي حالاتو او په ځانګړې توګه پر یو بل د تورونو د لګولو پر ځای پر همکارۍ ټینګار وشو او په هغو برخو کې چې دواړه هېوادونه اندېښنې لري د څېړنو پر تر سره کېدو هوکړې ته ورسېدل.

کابل او ماسکو په داسې حال کې د اندېښنو د پای لپاره د پلټنو پر تر سره کېدو سلا شوي چې روس په افغانستان کې داعش د امریکا له خوا رامنځته شوې ډله ګڼي خو افغان حکومت او امریکې د روس دا تورونه رد کړي دي.

د ملي امنیت ویاند ویلي د روس په ۹ امنیتي کانفرنس کې چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حینف اتمر په ګډون د نړۍ او سیمې د ګن شمېر هېوادونو استازو پکې برخه اخیستې وه، د سیمې او نړۍ پر وړاندې د مخ پر ودې امنیتي او ترهګریز ګواښونو، د نشه یي توکو تولید او قاچاق، سازمان شوي جرمونو او د ترهګرو تر منځ د ژورو اړیکو په اړه اندېښنې شریکې کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG