لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قبایلي سیمه ایف آر کوهاټ کې شپږ کارګر د کولې په کان کې مړه شوي


د خیبرپښتونخوا صوبې کوهاټ ضلعې ته څېرمه د دره آدم خېل په کلاخېل قبایلي سیمه کې د کولې په یوه کان کې د زهرجن ګېس د خپرېدو له امله شپږ کان کیندونکي مړه شوي دي.

دغه شپږ تنه د سوات د شانګلې سیمې اوسېدونکي دي، چې مړي یې خپلو سیمو ته وړل شوي او خاورو ته سپارل شوي دي.

د سوات د پیرخانۍ سیمې اوسېدونکی یوسف خان وایي، په دې پېښه کې یې د کورنۍ دوه تنه مړه شوي دي. یوسف خان وي.او.اې ډیوه ته وویل، د سیمې اویا فیصده خلک یې د کولې په کانونو کې کار کوي:

"زموږ په علاقه کې بل روزګار نه شته، د خلکو یواځینۍ اسره همدغه د کولې په کانونو کې مزدوري ده".

یوسف خان وایي د سیمې ځوانان یې هم چې تر لسم یا دوولسمه تعلیم وکړي، بیا مجبوره وي چې د کولې په کانونو کې کار وکړي. وایي په دغو شپږو کسانو کې هم یو ځوان محبوب عالم وو چې تعلیم یې نیمګړی پاته شو او د کولې په کان کې مزدورۍ ته یې ملا وتړله:

"دا د پلار مشر زوی وو، د خپلو نورو ماشومو وروڼو او خویندو د کفالت په خاطر یې تعلیم نیمګړی شو او مزدوري یې شروع کړه".

په پاکستان کې په کانونو کې د کارګرو د روغتیا او ژغورنې قانون هم شته، خو د کارګرو اتحادیې وایي چې د کانونو مالکان له دې قانونه په سرغړونې په کانونو کې د کارګرو ژوند ته هیڅ پام نه کوي.

د مزدورانو د حقونو لپاره کارکوونکی او د پېښور د اعلی عدالت نومیالی وکیل ممتاز خان وایي، ذمه وارو حکومتي ادارو پر دې قانون سترګې پټې کړې دي، ځکه خو په کانونو کې بیا- بیا داسې پېښې کېږي:

"یو خو د ماینونو د ادارې ذمه واري ده چې وخت په وخت به ګوري چې آیا د کانونو مالکان مزدورانو ته هغه اسانتیا ورکوي او د هغوی روغتیا او ژغورنې ته پام کوي که نه، د لېبر اداره به هم دا ګوري چې دوی ته له کار سره سمې تنخاوې ورکول کېږي که نه او که د دوی ژوند ته خطر پېښېږي، نو دا به ګوري چې د دوی اولادونو ته اجرت ورکول کېږي که نه".

کوهاټ او پېښور ته څېرمه په قبایلي سیمو کې د کولې شاوخوا دېرش کانونه دي، چې د سوات د شانګلې او دیر سیمو کارګر پکې کار کوي.

د سوات د شانګلې په زرګونو اوسېدونکي د بلوچستان د کولې په بېلابېلو کانونو کې هم کار کوي، چې وخت په وخت پکې د زهرجنو ګېسونو د خپرېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د روانې اپرېل میاشتې په پیل کې هم د بلوچستان په سوراب ضلع کې شپږ تنه کارګر د کولې په کان کې مړه شول.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG