دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې دترهګرو اؤ امنیتي ځواکونو ترمینځ نښتو اؤ بمي چاودنو کې د اوو عسکرو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي اؤ یو شمیر نور ژوبل شوي دي.
دشنبې په ورځ افغان چارواکو ویلي دهلمند ولایت په ناد علي ولسوالۍ کې د موټر په یوه بمي چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي اؤ ۱۰ نور ژوبل شوي دي.
د میوند پوځي ویاند عبدالقدیر ددغه پېښې د جذئیاتو په اړوند خبریالانو ته ویلي دغه چاودنه دلویې باغ په سیمه کې د یو پوځي مرکز ترڅنګ شوې اؤ په وژل شوؤ کې دملي اردو دوه سرتیري هم شامل دي .
دطالبانو ویاند دغه چاودنې مسولیت پغاړه اخستی اؤ مطبوعاتو ته یې ویلي چې چاودنه کې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
دافغانستان خبري اژانس پژواک وایي د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې هم د طالبانو اؤ سیمه ییزو پولیسو ترمینځ یوه درنه نښته شوې چې پکې پینځه پولیس اؤ څلور ملګي وګړي وژل شوي.
دننګرهار د والي ویاند ددغه نښتې پخلی کړی خو ویلي یې دي هغه نښته کې د رامینځته شوې مرګ ژوبلې کره معلومات په لاس کې نه لري.
د سیمې خلک وایي دغه نښته په سربند سیمه کې په یوه پوسته د طالبانو له برید وروسته شوې اؤ د وسله والو په ډزو کې د نزدې کورونو دوه ښځې اؤ دوه سړي هم وژل شوي دي.
همدغه شان دننګرهار ولایت په سرښار جلال اباد کې هم نن سحر یوه بمي چاودنه شوې چې پکې دوه د ټریفک عسکر اؤ څلور عام وګړي ژوبل شوي دي.
له دې وړاندې روانه اوونۍ کابل کې د ټولټاکنو دپاره د نوم لیکنې په مرکز یو بمي برید کې خواوشا ۶۰ کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وؤ چې ددغه برید پړه داعش په غاړه اخستې وه.
په افغانستان کې د تازه بریدونو دا لړۍ وروسته له هغې چټک شوې چې روانه اوونۍ طالبانو د الخندق په نوم د نوؤ عملیاتو پیل کولو اعلان وکړو.
دامریکا مرستیال صدر مایک پنس دجمعې په ماښام د افغان ولسمشر اشرف غني سره ټیلي فون خبرو کې افغانستان کې د ناامنۍ په وروستیو پېښو خواخوږي ښودلی اؤ ډاډ یې ورکړی چې امریکا به د امنیت په ټینګښت کې د افغان دولت ترشا ولاړه وي.
همدغه شان افغان ولسمشر اشرف هم د جمعې په ورځ ارګ کې یوې غونډې ته پخپله کې ویلي وؤ چې سوله دافغانانو لمړۍ اړتیا ده اؤ د سولې په وړاندې به هیڅ خنډان ونه مني.