لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلخ: د امريکايي پوځ په هوايي بريد کې ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي


د افغانستان په شمال کې پرتې صوبې بلخ کې د امريکايي پوځ په هوايي بريدونو کې لږ تر لږه ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل شوي دي.

د افغان پوځ ترمخه دغه عمليات د خالي/ يکشنبې په ورځ د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

افغان مطبوعاتو ويلي هوايي بريدونو کې د ارزنکار په کلي کې تر ۴۰ دقيقو پورې عمليات دوامداره ساتل شوي او بيا وروستو افغان کمانډوزو د علاقې په پاکولو لاس پورې کړی دی.

چارواکو ويلي په بريدونو کې د طالبانو مرکز او وسله په نښه کړی شوې ده.

امريکايي پوځ په خپله د دغو عملياتو په اړه کوم بيان نه دی ورکړی او نه طالبانو څه ويلي دي.

افغانستان کې روان کال د امريکا او اتحادي ځواکونو په هوايي بريدونو کې سېوا والی راغلی او ويل کيږي د سږني کال په لمړو درېو میاشتو کې د تيرو ۱۷ کلونو په پرتله ډېر هوايي بريدونه ترسره شوي دي.

بل لور ته پرون په هلمند کې يو ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.

چارواکو ويلي ځانمرګي د نادعلي په ولسوالۍ کې د بارودي موادو ډک ګاډی پوځي اډې ته دننه بوتلل غوښته خو د پوځي مرکز په ساتنه ولاړو سرتيرو په ځانمرګي ډزې کړي او هغه بيا د مرکز په دروازه ګاډي ته چاؤدنه ورکړې ده.

ويل شوي په بريد کې د ملي اردو دوه سرتيري او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغه بريد په داسې حال کې شوی چې نزدې څلور ورځې وړاندې په افغانستان کې د خندق په نوم د پسرلنيو وسله والو عملیاتو اعلان کړی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG