لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن: ګوندونه دي په منشور کې بشري حقونو ته ارزښت ورکړي


د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن له خوا غونډه کې غوښتنه شوې، چې په دې هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو او د رایې پر اظهار د لګېدليو بندیزونو په ترڅ کې دې سیاسي ګوندونه په خپلو انتخابي منشورونو کې بشري حقونو ته ځانګړی ارزښت ورکړي.

د پاکستان په آیین کې خو بشري حقونه او د بیان د ازادۍ حق شامل دي، خو د بشري حقونو د کمېشن پخوانی مشر افراسیاب خټک وایي په هېواد کې پخپله ریاستي ادارې د بشري حقونو خوندیتوب ته پاملرنه نه کوي:

"سیاسي ګوندونه چې بشري حقونه د منشور برخه کړي نو ژمنه به کوي چې لومړی پخپله عمل ورباندې وکړي، بله دا ده چې سیاسي ګوندونه بیا خلک را پاڅولای شي او د غیرقانوني او غیرآییني پابندیو خلاف ږغ پورته کولای شي".

په اسلام اباد کې دغه غونډه (د بشري حقونو حالت او د سیاسي ګوندونو کردار) تر سرلیک لاندې شوې، چې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د سیاستوال په ګډون د بشري ټولنې فعالینو هم پکې ګډون کړی.

د پیپلز ګوند مرکزي مشر او پخواني سنېټر فرحت الله بابر په غونډه کې ویلي، په اوسنیو حالاتو کې ډېره اړتیا ده چې د هېواد ټول سیاسي ګوندونه د بشري حقونو حالت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او تر راتلونکو عامو ټاکنو مخکې دي د بشري حقونو ساتنه د خپلو منشورونو برخه کړي.

ښاغلی بابر وایي، دا د سیاسي ګوندونو بنیادي ذمه واري ده، چې په هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو موضوع په پارلمان او بل هر ځای کې را پورته کړي.

دا غونډه په داسې وخت کې شوې چې په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو تر فشار لاندې پر سیاسي ګوندونو باندې د پوځ او عدلیې په اړه د خبرو خصوصاً د تنقید کولو بندیز دی او چې کله هم کوم سیاستوال په دې اړه څه وایي نو شخصي ټیلیویژنونه یې نه خپروي.

په پاکستان کې په ۲۰۱۷م کال کې "د بشري حقونو حالت" د کالني رپوټ غونډه.
په پاکستان کې په ۲۰۱۷م کال کې "د بشري حقونو حالت" د کالني رپوټ غونډه.

​پر رسنیو د همدې فشار تر اغېز لاندې په پاکستاني رسنیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي جلسو او هلو ځلو ته هم ځای نه ورکول کېږي. په غونډه کې د عوامي نېشنل ګوند یو مشر او پخوانی سنېټر افراسیاب خټک هم ویلي، چې سیاسي ګوندونه دې په خپلو تګلارو کې د بشري حقونو ساتنې ته بنیادي ارزښت ورکړي. ښاغلي افراسیاب خټک له وي.او.اې ډیوه سره په ځانګړو خبرو کې ویلي:

"موږ وینو چې ټیلیویژنونه په ازادۍ خبرې نه شي کولای او پر اخبارونو هم دباو وینو چې وایي ځینو مضامین دې نه چاپوي، د ځینو تنظیمونو خصوصاً د پښتنو ځوانانو د تنظیم [پښتون ژغورنې غورځنګ] په باره کې هم هدایات دې چې سرګرمۍ دې یې په مېډیا کې نه څرګندېږي".

افراسیاب خټک وایي په داسې ناوړه حالاتو کې پکار ده چې د بشري حقونو لپاره ږغ پورته شي، ځکه چې وایي بشري حقونه خصوصاً د بیان ازادي او د غونډې کولو ازادي د جمهوریت لپاره ډېر اهم دي او په دې برخه کې چېلنجونه شته چې وایي سیاسي ګوندونه باید ځانګړی ارزښت ورکړي.

د بشري حقونو پاکستاني او نړیوال سازمانونه له ډېرې مودې په پاکستان کې د بشري حقونو پر سرغړونو اندېښمن دي او تور لګوي چې په پاکستان کې د ځینو قوانینو په بنیاد د دې هېواد له مذهبي اقلیتونو سره توپیري چلند کېږي او مذهب ته د سپکاوي قانون د مذهبي اقلیتونو په ضد په ناجایزه توګه کارول کېږي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG