لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نايجيريا کې په دوه ځانمرګو بريدونو کې د۶۰  نه زيات کسان وژل شوي


د نايجيريا په شمالي برخه کې د نهې، سه شنبې په ورځ په يو جمات او یو مارکيټ کې دوه ځانمرګي بریدونه شوي چې پکې لږ ترلږه ۶۰ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

د خبري ادارو ترمخه دغه بريدونه کم عمره هلکانو کړي دي او د موبي په علاقه کې يې جومات او مارکيټ په نښه کړي دي.

نايجيريا کې دغه بريدونه په داسې کې شوي چې د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ يوه ورځ وړاندې اعلان کړی ؤ چې د تندلارو پرضد جګړه کې به مرستې سېوا کولی شي.

د ځانمرګو بريدونو وروستو پوليس او د رېډکراس چارواکو په سمدستي ډول د ۲۶ کسانو د وژنې او ۵۶ ژوبلېدو پخلی کړی ؤ.

د موبي د روغتون چارواکو ويلي دوي ته ۳۷ جسدونه ترلاسه شوي خو امدادي کار کوونکو د وژنو شمېره ۴۲ ويلې ده او د ۶۸ کسانو د ژوبلېدو خبر يې ورکړی دی.

ځايي خلکو ويلي د وژل شوؤ شمېره له دې نه ډېره سېوا ده، او راپورونه وايي په نايجيريا کې زياتره چارواکي شمېرې کمې يادوي.

د ځانمرګو بريدونو تراوسه پورې چا زمه واري نه ده منلې خو په نايجيريا کې د تندروه ډلې بوکو حرام لخوا په ۲۰۰۹م کې پېل شوؤ عملياتو او اړي ګړي کې تراوسه پورې د ۲۰ زرو نه زيات خلک وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG