لاس رسیدونکی لینک

 
شاهد افريدي په نېکو پيرزونو د هيلري کلنټن مننه کړې
تازه خبر

شاهد افريدي په نېکو پيرزونو د هيلري کلنټن مننه کړې


د پاکستان د کرکټ پخواني ستوري لوبغاړي شاهد افريدي د امريکا د پخوانۍ لمړۍ مېرمن هېلري کلنټن مننه کړې چې هغې د شاهد افريدي ټولنيز خدمات ستايلي او نيکې پيرزونې يې ورته وړاندې کړي دي.

هېلري کلنټن د شاهد افريدي دپاره په ټويټر يو پېغام کې نېکې پيرزونې وړاندې کړي دي.

افريدي په ټيويټر د هېلري کلنټن ویډيوي پېغام خپور کړی او د هغې مننه يې کړې چې د انسانيت د خدمت د هغه د مبارزې ملاتړ يې کړی دی.

د پاکستان ستوري لوبغاړي افريدي د (شاهدافريدي فاؤنډېشن) په نوم د خېرښېګړې يو خېراتي اداره جوړه کړې او نوموړی د دغه ادارې د لارې پاکستان کې د تعليم او په ځانګړي ډول د صحت يا روغتيا په برخه کې د د بې وسه خلکو خدمت کوي.

شاهد افريدي د دغې ادارې د مالي مرستو دپاره د بهرنيو هېوادونو سفرونه هم کوي.

ښاغلی افريدی په خپله پلارنۍ سيمه کوهاټ کې يو روغتون هم جوړ کړی او ويل کيږي د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو د دغه روغتون مالي مرستې کوي.

نوموړي د سندهـ صوبې د پرمختيا نه لرې پاتې علاقه کې تهر کې هم يو د روغتون جوړولو ويلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG