يوې افغانې مېرمن خپله د پينځه مياشتو لُور خرڅه کړې ترڅو په دغو پېسو د خپل لېور درملنه وکړي، خو وروستو ځينې حکومتي چارواکو او عامو خلکو هغې له پېسې راټولې کړي او لُور يې ورته بيرته واپس کړې ده.
دغه پېښه د افغانستان فارياب ولايت په مېمنه سيمه کې رامنځته شوې او عبېدې خپله ماشومه لُور مهربانه د خپل ۲۰ کلن لېور جلال الدين چې د وینې په کېنسر اخته دی د هغه د درملنې دپاره په يوه بې اولاده جوړه خرڅه کړې وه.
وي او ای سره په خبرو کې عبېدې ويلي، "ما د خپل لېور د علاج دپاره لُور خرڅه کړې وه، دوه شپې مې چغې وهلې خوب نه راتلو، او دغه کار مې د دې دپاره کړی چې د يو انسان ژوند بچ کړم".
دغه خبر اول افغان خبري ادارې پژواک خپور کړی او يادې ادارې ویلي د فارياب ګورنر بيا ۴۲۰ ډالره ورکړي او ماشومه يې بيرته ستنه کړې وه.
دغه ماشومه په مېمنه کې يو هوټل چلوؤنکي تن چې اولاد يې نه درلود اخستې وه.
د پينځه ؤ مياشتو مهربانې دغه پېښه يوه له هغوتازه پېښو ده چې غريبي، پور (قرض) او ټولنيزې ستونزې يې مور و پلار ماشومانو خرڅولو ته اړ باسي.
وکيلان وايي د ماشومانو خرڅول غېر قانونه اقدام دي او غوښتنې کیږي بايد واکمن د دغه کار په مخنيوي کې خپل رول ولوبوي.