لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنسي تورونو په سبب د ۲۰۱۸م کال نوبل نړیوال ادبي ایوارډ نه ورکول کېږي


د نوبل نړیوالې ادارې اعلان کړی چې د جنسي تورونو او ځینو نورو مسایلو له کبله- چې سویډن اکېډمۍ یې بدنامه کړې- سږ کال د ادبیاتو نړیواله جایزه چاته نه ورکوي.

دا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په تېرو اویا کلونو کې لومړی ځل دی، چې د ادبیاتو ارزښتمنه جایزه به کوم لیکوال ته د هغه د کوم ادبي اثر په بدل کې نه ورکول کېږي.

د سویډن په مرکز سټاکهلم کې د نوبل ادارې د جمعې په ورځ وویل، چې د ۲۰۱۸م کال د ادبیاتو جایزه به په ۲۰۱۹م کال کې ورکول کېږي.

اداره وایي دا پرېکړه یې پخپله اوونیزه غونډه کې وکړه، ځکه چې وایي د لګېدلیو جنسي تورونو او مالي جرمونو د رسوایۍ له کبله د سویډن اکېډمۍ د دې جوګه نه ده، چې سږ کال د ادبیاتو د برخې ګټونکی وټاکي.

د سویډن اکېډمۍ دایمي سیکرټر انډرس اولسن په یوه بیان کې ویلي، دا پرېکړه یې د نړیوال ادبي ایوارډ د پخوانیو او را روانو کلونو د ګټونکو، د نوبل د ادارې او خلکو د احترام په خاطر وکړه:

"دا مو غوره وګڼله چې د بل نوبل انعام ګټونکي تر اعلانولو مخکې په اکېډمۍ کې د ولسي باور بیرته ګټلو ته وخت ورکړو".

د نوبل نړیوال ادبي ایوارډ په تېر ۲۰۱۷م کال کې یوه جاپاني نژاد برتانوي لیکوال او داستان لیکونکي کازوو ایشیګورو ته ورکړل شوې وه، چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ۱۹۵۴م کال د نومبر په ۸مه د جاپان په ناګاساکي ښار کې زېږېدلی دی.

د نوبل ادبي ایوارډ ګټونکی جاپاني نژاد بریتانوی لیکوال کازوو ایشیګورو.
د نوبل ادبي ایوارډ ګټونکی جاپاني نژاد بریتانوی لیکوال کازوو ایشیګورو.

د جنسي تېري رسوایي [سکېنډل]:

د سویډن اکېډمۍ دا پرېکړه له دې امله کړې چې د اکېډمۍ د یوې غړې کاترینا فروسټینسن پر خاوند جان کلاډ ارناول باندې د جنسي تېري د رسوایۍ خبرونه خپاره شول، چې د اکېډمۍ د یوې کلتوري ادارې مشر دی.

د ۲۰۱۷م کال په نومبر میاشت کې د سویډن یوې ورځپاڼې د ۱۸ مېرمنو شواهد خپاره کړل، چې وایي دې فرانسوي نژاد سویډني ادبي شخصیت له جنسي پلوه ځورولې او تېری یې ورباندې کړی دی.

که څه هم کلاډ ارناول دا تورونه رد کړل، خو د اکېډمۍ ولسي باور ته یې زیان ورساوه او رسوا یې کړله، ځکه نو اکېډمۍ مجبوره شوه چې د ادارې د مشرې په شمول خپل شپږ غړي له خپلو دندو ګوښه کړي.

پر ۷۱ کلن کلاډ ارناول دا تور هم دی چې وایي د نوبل د نړیوالې ادارې له قوانینو یې سرغړونه کړې او له ۱۹۹۶م کال راهیسې یې اووه ځله تر ایوارډ اعلانېدو مخکې د ارزښتمنو جایزو د ګټونکو نومونه ښکاره کړي دي، خو دا نه ده څرګنده چې هغه دا نومونه چاته ور ښوولي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG