لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:هوایي بریدونو کې ۲۰ طالبان وژل شوي


چارواکي وایي افغانستان کې د طالبانو په ضد د امنیتي ځواکونو لخوا په پراخه ډول عملیات شوي چې پکې د درېوؤ مهمو طالب کمانډرانو په ګډون لږ تر لږه ۲۰ ترهګر وژل شوي.

دافغانستان ددفاع وزارت د شنبې په ورځ پخپل یو بیان کې ویلي چې په تیر یو شواروز کې افغان امنیتي ځواکونو دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې د طالبانو په ضد چټک هوایي بریدونه کړي اؤ هغوئ ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

دافغان ځواکونو لخوا داعملیات وروسته له هغې شوي چې تیره میاشت طالبانو د افغان دولت لخوا هغوئ ته د سولې شوی وړاندیز رد کړی اؤ د الخندق په نوم یې دنوؤ عملیاتو پیل کولو اعلان کړی ؤ

ددفاع وزارت د بیان له مخې دغه عملیات په ننګرهار، لغمان، کاپیسا،خوست،

لوګر،پکتیا،کندهار،زابل،بادغیس،بلخ ،فاریاب،بدخشان،کندوز اؤ هلمند ولایتونو کې شوي دي،

بیان کې ویل شوي چې په یو شوارزو کې په طالبانو ۱۶هوایي بریدونه شوي چې پکې شل طالبان وژل شوي اؤ په دغو وژل شوؤ طالبانو کې درې د هغوئ مهم کمانډران هم شامل دي خو ددغو کمانډرانو نومونه نه دي په ډاګه کړل شوي.

ددفاع د وزارت په بیان کې دعوه شوې چې په بریدونو کې د طالبانو ګڼ شمیر ځالې له مینځه وړل شوي اؤ دهغوئ درنې وسلې هم امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي خو طالبانو لا په دغه هکله هیڅ نه دي ویلي.

د نوي کال د پیل سره سم طالبانو دافغانستان په پلازمینه کابل کې د دریوؤ سترو ځانمرګي بریدونو په شمول یو شمیر ترهګریزو بریدونو کې په سوؤنو عام خلک اؤ افغان سرتیري وژلي وؤ .

افغان ولسمشر دمارچ په میاشت کې طالبانو ته د سولې وړاندیز کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ که چرې طالبان دجنګ نه لاس واخلي اؤ سولې ته حاضر شي نو راتلونکو ټولټاکنو کې ورته د زمینې مساعدؤلو ترڅنګ به یو شمیر اسانۍ ورکړل شي.

خو طالبانو تر دوؤ میاشتو د سولې په دغه وړاندیز ځان غلی کړی ؤ اؤ د اپریل په وروستیو کې یې ددغه وړاندیز په رد کولو د الخندق په نوم د نوؤ جګړو پیل کولو اعلان کړی ؤ.

افغان ولسمشر دجمعې په ورځ یوې دستورې ته پخپله وینا کې دطالبانو دغه نوي عملیات د انسانانو دقتل عام اعلان بللی اؤ ویلي یې دي افغان دولت به ترهغې د زور په وړاندې جنګیږي تر څو چې عدالت نه وي تامین شو

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG