لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان ټولټاکنو دپاره ترکیه کې ستر سیاسي ائتلاف جوړ شو


په افغانستان کې دټولټاکنو د مودې رانزدې کیدو سره سم سیاسي چاپیریال تود شوی اؤ دافغانستان یو شمیر سیاسي ګوندونو اؤ شخصیاتو د راتلونکو ټولټاکنو دپاره په ترکیه کې د یو نوي سیاسي ائتلاف په جوړؤلو موافقه کړې.

دغه ائتلاف وایي چې راتلونکو ټولټاکنو کې د یو پیاوړي رول لوبولو دپاره به ډیر زر په کابل کې خپل سیاسي فعالیتونه پیل کړي.

دشنبې په ورځ دافغانستان خبري اژانس پژواک ویلي چې په دغه ائتلاف کې دافغان ولسمشر لمړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په ګډون جمعیت اسلامي افغانستان،حزت وحدت مردم افغانستان، د کندهار ،پکتیا اؤ مشرقي شوراګانې شاملې دي.

جنرال دوستم چې دموجوده افغان دولت برخه ده دا مهال د ولسمشر اشرف غني څخه مرور اؤ په ترکیه کې ناست دی اؤ تیرکال هم دهغه په مشرۍ ترکیه کې د افغانستان د ژغورنې د ملي ائتلاف په نوم یو سیاسي اتحاد جوړ کړل شوی ؤ.

په جنرال دوستم تورونه دي چې پخپل یو سیاسي مخالف یې دجنسي تیري ترڅنګ دافغانستان ګڼ خلک زورؤلي اؤ تشدد یې پرې کړی خو دوستم دغه تورونه ردوي.

پژواک وایي چې په انقره کې دنوي سیاسي ائتلاف جوړؤلو دپاره دافغانستان دبیلابیلو ګوندونو اؤ شوراګانو مشرانو یوه مهمه غونډه کړې چې پکې دبلخ پخواني والي عطاء محمد نور،، احمد ضیاء مسعود،،د ولسي جرګې مرستیال همایون،د ولسي جرګې غړي نعیم حمید زي ، حاجي ظاهر قدیر،محمد ناطقي اؤ نورو مهمو شخصیاتو برخه اخستې ده.

دبلخ دپخواني والي عطاء محمد نور پخپله فیس بک پاڼه لیکلي چې دغه ائتلاف به افغانستان کې دنظام د پیاوړتیا اؤ اصلاح دپاره کار وکړي اؤ د ولسمشرۍ ،پارلیماني اؤ ولسوالیو دشوراګانو ټاکنه کې به مهم رول ترسره کړي.

همدغه راز دجنبش ملي اسلامي ګوند ویاند بشیر احمد تینج ویلي چې دغه ائټلاف دنورو سیاسي ډلو اؤ شخصیاتو سره هم په خبرو بوخت دی اؤ ډیر زر به یو شمیر نور ګوندونه، شوراګانې اؤ شخصیات هم په دې ائتلاف کې ورګډ شي.

ټاکل شوې ده په افغانستان کې راتلونکې ټولټاکنې سږکال داکتوبر په میاشت کې کیږي اؤ په دغو ټولټاکنو کې دبریالیتوب دپاره که یو خوا دافغانستان دننه سیاسي اړخونو خپلې هڅې ګړندۍ کړي نو بلخوا دافغانستان څخه بهر په بیلابیلو هیوادونو کې هم مهم افغان شخصیات د تګلارو اؤ ائتلافونو په جوړؤلو بوخت دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG