لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

راشدخان: حېدر اباد کې په لوبه کولو محسوسوم لکه افغانستان کې لوبېږم


Rashid Khan

د هند په پريمئيرليګ (ايي پي اېل) کرکټ سياليو کې لوبېدونکی د افغانستان ستوری اسپنر لوبغاړی راشد خان وايي د هند په حېدر اباد کې په لوبه کولو داسې محسوسوي لکه په افغانستان کې چې لوبيږي.

راشدخان د سنرايزر حېدراباد لوبډلې لخوا په ايي پي اېل کې لوبيږي.

د نوموړي لوبډلې پرون د دهلي ډېرډويلز لوبډلې ته ماتې ورکړې او راشد د يادې لوبې غوره لوبغاړی ګرځېدلی دی.

د حېدر اباد په راجيوګاندهي نړيوال لوبغالي کې پرون د حېدر اباد او دهلي د لوبډلو ترمنځ سيالۍ کې د دهلي لوبډلې او بيټنګ کړی او په ټاکلو۲۰ اوورونو کې يې په پينځه لوبغاړو سوځېدو ۱۶۳ رنزونه جوړ کړي وو.

راشدخان په څلورو اوورونو کې تر ټولو کم ۲۳ رنزونه ورکړي او يواځینی بالر چې دوه لوبغاړي يې سوځولي دي.

د حېدر اباد لوبډلې په وروستي اوور کې په درې لوبغاړو سوځېدو ټاکلی هدف ترلاسه کړی دی.

راشد خان د لوبې وروستو ويلي " په ځوان عمر کې د ټي ټيونټي په ۱۰۰ لوبو ترسره کولو خوشحاله يم، دوه لوبې مې ښې نه وي".

هغه ويلي، "زما دپاره اصل څيز ښه بالينګ دی، دلته په لوبه کولو زه داسې محسوسوم لکه په افغانستان کې چې لوبېږم، د تيرو دوه کالونو راهسې چې دلته راته خلکو څومينه راکړې او ملاتړ يې کړی ډېر خوندور دي، دوي زه هڅولی يم چې ښه لوبه وکړم، زه نه ګڼمه چې په افغانستان کې به څوک ايي پي اېل نه ګوري، زه فکر کوم د دوي دعاګانې زما سره دي په ځانګړي ډول زما د مور و پلار".

۱۹ کلن راشد خان له دې وړاندې د ممبۍ انډيننز پرضد سيالۍ کې هم غوره لوبغاړی ګرځېدلی ؤ.

د راشد دا دوېم ځل دی چې د هند په ايي پي اېل کې لوبيږي.

XS
SM
MD
LG