لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د غزني، پکتیکا لار پرانستل شوه کوهستان ولسوالي بيرته نيول شوې، د ۷۰ نه زيات مخالفه وسله وال وژل شوي


چارواکو ويلي د غزني او پکتيکا ترمنځ د لارې د پرانستلو پرمهال د ناټواوافغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیوعملیاتو کې۴۳ وسله وال مخالفین، دوه دملي اردو سرتيري او دوه ولسي وګړي وژل شوي دي.

بل لور ته چارواکو ويلي د بدخشان ولايت د کوهستان ولسوالي له طالبانو بيرته نيول شوې او په دغو نښتو کې د ۳۰ نه زيات طالب وسله وال وژل شوي دي.

دغزني ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې وايي دوه ورځې وړاندې وسله والو طالبانو دغزني او پکتیکا ترمنځ غزیدلې لار داندړو ولسوالۍ اړوند په چاردیوال او ارضو سیمه کې د تګ راتګ پرمخ تړلې وه او غوښتل یې چې د اندړو ولسوالۍ په مرکز او د لارې په اوږدو کې پرامنیتي پوستو پراخه بریدونه وکړي.

نوري وايي د لارې له تړل کیدو وروسته ناټو اوافغان ځواکونو د لارې د خلاصېدو په هدف د طالبانو پرضد دعملیاتوپه پایله کې تیر مازدیګر یاده لار پرانستل شوه.

د والي ویاند اصف نوري زیاته کړه په دې عملیاتو کې ۴۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي او همداراز د طالبانو لخوا د لارې په اوږدو کې د ښخ شویو ماینونو د چاودیدواو له طالبانو سره د جګړې پرمهال د ملي اردو دوه سرتیر او دوه ولسي وګړي وژل شوي او ۵ تنه افغان پوځيان او ۷ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل "په تیرو دوو ورځو کې په ځمکنیواو هوايي بمباریو کې چې پرسوله والو مخالفینو ترسره شول ۴۳ تنه مخالفین وژل شوي چې له ۲۰ زیات ټپیان دي زمونږ هم ۵ تنه سرتیري د ماین په چادونو او د جګړې پرمهال ټپیان دي ،۷ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي او همداراز دوه تنه افغان پوځیان او دوه ولسي وګړي وژل شوي دي".

د غزني والي ویاند ویلي دهوايي عملیاتو په لومړی ورځ د ناټو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو د طالبانو د جګړې کرښه ماته کړه او ترډیره ګټور یاد هوايي عملیات تمام شول او افغان ځواکونو ته یې د ځمکنیو او هوایي عملیاتو ترسره کیدو ته زمینه برابره کړه.

طالبانو بیا ادعا کړې چې له افغان امنیتي ځواکونو سره یې په نښته کې ګن شمیر امنیتي سرتیرو ته يې مرګ ژوبله رسولې ده.

په یوبل رپوټ کې دافغانستان دفاع وزارت ویلي دبدخشان ولایت دکوهستان ولسوالۍ یې د هوايي بمباریو او د ځمکنیو عملیاتو په پایله کې له طالبانو بیرته نیولې ده.

دفاع وزارت ویاند جنرال رادمنش له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي د ولسوالۍ دبیرته نیولو پرمهال پرسله والو مخالفینو د ترسره شویو عملیاتو کې ۳۰ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ګن شمیر نور ټپیان دي.

ردامنش وویل "تیره ورځ د ملي اردو پوځیانو څلورنیمې بجې دکوهستان ولسوالۍ بیرته ونیوله ،افغان پوځیانو ته هیڅ تلفات نه دي اوښتي خو دوښمن ته د سرزیان رسیدلی او۳۰ تنه د دوښمنانوله جملې څخه وژل شوي او ګن شمیر ټپیان دي".

وسله والو مخالفینو تردې دمه دکوهستان ولسوالۍ دافغان امنیتي ځواکونو لخوا دبیرته نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

افغان چارواکوویلي دبدخشان ولایت کوهستان ولسوالۍ د تیرې پنجشنبې یا زیارت په ورځ طالبانوترخپلې ولکې لاندې راوستې وه خو د دې ولسوالۍ دبیرته دنیولو لپاره تازه دمي افغان کمانډو ځواکونو له رسېدو وروسته د شنبې یاخالی په ورځ یې د هوايي او ځکمنیو عملیاتو په پایله کې ترخپلې ولکې لاندې راوستله.

XS
SM
MD
LG