لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ ایران سره د جوهري تړون په اړوند نن فېصله اعلانوي


د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي د نهې، سه شنبې په ورځ د ايران سره د جوهري تړون په اړوند د راتلونکې دپاره د امريکې فېصله اعلانوي.

نوموړي په ټويټر د ګل په ورځ دغه خبره کړې ده. صدر ټرمپ د وخته سره د دغه تړون مخالفت پاتې شوی او د قطع کولو ګواښونه يې کړي دي.

په کال ۲۰۱۵م کې امريکا او نورو پينځه ؤ نړيوالو قوتونو ايران سره جوهري تړون کړی ؤ، ټرمپ دغه تړون ته د بيا کتنې دپاره خپلو اتحاديانو ته د ۱۲مې نېټه ورکړې ده.

ټرمپ ويلي که روس، چين، جرمني، فرانس او برتاينه په ټاکلي وخت کې د تړون څخه نيمګړتياوې یا خامۍ لرې نه کړې امريکا به نوره د تړون برخه نه وي پاتې او بیرته په ايران اقتصادي بندېزونه ولګوي.

ايران ويلي تړون يې په ځای ساتي او عمل پرې کوي خو که تړون مات شو ايران ورته د سخت غبرګون هم ويلي دي.

خو د ايران صدر حسن روحاني ويلي که امريکا د تړون څخه بهر شوه نو ايران به د پاتې نورو پينځه قوتونو سره تړون په ځای وساتي.

د صدر ټرمپ د ايران سره د تړون په اړوند اوازې دي چې هغه پرېکړه کړې ده خو اصل فېصله به د اعلان وروستو مخې ته راځي.

د ياد تړون لاندې ايران د دې پابند کړی شوی ؤ چې ايران به خپل د يورينيم افزوده کولو توان ډېر راکموي او په پټه به جوهري وسلې نه جوړوي، او د دغه تړون وروستو په ايران نړيوالو قوتونو اقتصادي بندېزونه هم کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG