لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون خاوند او یوکراینۍ مېرمن دواړه په انځورګرۍ او مجسمه سازۍ ژوند انځوروي


په اسلام اباد کې د یوکراین هېواد په سفارت کې د مشهور انځورګر طارق کاکړ او د هغه د مېرمنې نتالیا بوایشینکو د هغو انځورونو او مجسمو ګډ نندارتون جوړ شوی وو، چې دوی پکې د پښتنو او د نورو کلتورونو انځورګري کړې ده.

په دې اړه جوړې شوې غونډې ته په وینا کې د یوکراین سفیر ولادیمیر لاکوموف طارق کاکړ د تاریخي یادګارونو مجسمه جوړوونکی وباله، چې وایي د ده په هنري کارونو کې د پاکستاني تولنې روح او د ده خپل احساسات ښکاري:

"د ده یادګاري مجسمې داسې ښکاري لکه ژوندۍ چې وي، ځکه چې هغه یو ځانګړی انساني تاثر ځنې را ولاړېږي. د ده مېرمن- آغلې نتالیا- د هغو کلتورونو ډېر ښه انځورونه جوړوي چې دا ورسره تړلې ده، یوکرایني کلتور، مولډاویایي کلتور او پاکستانی کلتور".

طارق کاکړ نندارې ته په ایښو مجسمو کې خاوره، ښیښه يي تارونه، الومینیم او ژیړ کارولي وو. ښاغلي کاکړ وي.او.اې ډیوه ته وویل، ده په کوشنیوالي کې حتی له اته- نه کلنۍ څخه لا له خټو مجسمې جوړولې چې وایي عکسونه یې اوس هم ورسره شته:

"زه مانومنټالیسټ [یادګارجوړوونکی] یم، دا کوشني شیان جوړول زما خوښ نه دي. زه غواړم د خپلو خلکو شکل، پګړۍ او رسم و رواج ښکاره کړم او نړۍ ته وښیم چې موږ هم یو په دې دونیا کې، موږ هم څه کړي دي زده کړي مو دي، د بامیانو بوتان مو جوړ کړي، ګړده ګندهارا مو جوړه کړې ده، په موږ کې دا جینیټکس شته چې ډېر مخته پکې تلای شو، خو شرط دا دی چې امن وي".

طارق کاکړ د بلوچستان د مرکز کوټې ښار اوسېدونکی دی، چې لومړنۍ زدکړې یې پخپله سیمه کې کړې او په ۱۹۹۵م کال کې یوکراین ته لاړ او هلته یې په مجسمه سازۍ کې لومړۍ ماسټري او په ۲۰۰۰م کال کې یې دویمه ماسټر ډګري پکې واخیسته.

د طارق کاکړ او د هغه د مېرمنې نتالیا بوایشینکو د انځورونو او مجسمو په هنري نمونو کې پر مځکه د اوسېدونکو انسانانو او حیوانانو یادګاري مجسمې شاملې وې، چې د دوی په وینا مقصد يې خلکو د ازادې فضا او امن پیغام ورکول دي.

نتالیا بوایشینکو وي.او.اې ډیوه ته وویل، دا پر داسې موضوعاتو انځورونه جوړوي چې ژوند ته نیژدې وي او د بېلابېلو کلتورونو د انسانانو د احساساتو عکاسي پکې شوې وي:

"کله چې زه کله نقاشي او انځورګري کوم نو د الوتونکي مرغه غوندې ډېره ازادي محسوسوم. خلکو ته پکار دی چې پخپل چاپېریال کې د فطرت او ژوند ښایست وویني او محسوس یې کړي".

د دې پښتون او یوکراینۍ هنرمندې جوړې په مجسمو او انځورونو کې د مصنوعیت پر ځای د ژوند او انسانیت هغه اړخونه انځور شوي وو، چې خلک د خپل بوخت ژوند له امله هیڅ پام ورته نه کوي.

د دوی دواړو د هنر ځانګړتیا دا ده چې د خپلې مجسمه سازۍ او انځورګرۍ په وسیله د ژوند ولاړ حالت نه، بلکې د ژوند روان حالت او حرکت پکې انځور شوی وي او اکثره هنري نمونې یې د ژوندیو کردارونو علامتونه ښکاري.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG