لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل بريدونه حقاني شبکې د لشکرطيبه په مرسته کړي، استخباراتي اداره


د افغانستان استخباراتي ادارې ويلي په کابل کې د شورو، چهارشنبې د ورځې بریدونه حقاني نیټ ورک دلشکرطیبه په مرسته ترسره کړي دي.

طالبانو دبریدونو زمه واري منلې اود کابل په شهرنو سیمه کې دشویو بریدونو په اړه يې ویلي ،هدف یې په یاده سیمه کې استخباراتو مرکزاو دپولیسولسمه امنتیي حوزه (پوليس تاڼه) ښودلې ده.

د ملي امنیت ریاست لخوا په تازه بیان کې راغلي افغان امنیتي ځواکونود وسله والو د یوستر پلان په شنډولو سره وکولی شول چې دګڼ شمیر ولسي خلکو ژوند د مخالفینو په تنظیم شویوبریدونو کې وژغوري.

دې ادارې ویلي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې شوي بریدونه حقاني ډلې د لشکرطیبه په مرسته ترسره کړي دي.

افغان چارواکو ویلي په دغو بریدونو کې ۸ تنه ځانمرګي او وسله برید کوونکي او ۵تنه پولیس وژل شوي او ۵ تنه نور پولیس ټپیان شوي دي.

دکابل امنیې قومندانۍ ویلي، دشهرنو سیمه کې دپولیسو لسمې امنیتي حوزې ته نزدې یوتن ځانمرګي برید کوونکي په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او وروسته څلورتنه بریدګر یوې ودانۍ ته ننوتل.

دامنیې قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي له امریکا غږ ډيوې سره په خبرو کې ویلي، په ۱۳ امنیتي حوزې د برید کوونکو له ډله ییز برید وروستو د ورځې په یولس نیمو بجو، ۱۰ مې امنیتي حوزې ته نږدې د یوتن ځانمرګي ترحملې وروسته ۴ تنه وسله وال برید کوونکي یوې ودانی ته ننوتل.

هغه وویل "دشهرنو سیمه کې چې هلته دپولیسو۱۰ مه امنیتي حوزه اوڅنګ ته یې افغانانو ته دهند ویزې ورکولو شخصي دفترهم شتون لري یوتن ځانمرګۍ برید وکړ او څلور نور ځانمرګي او وسله وال د یو رسټورانټ ودانی ته ننوتل او دپولیسو او برید کوونکو ترمنځ ۵ ساعته نښته روانه چې په پایله کې یې ۴ تنه برید کوونکي دامنیتي ځواکونولخوا ووژل شو او برید مازدیګر ۶ بجې پای ته ورسید".

نوموړي وویل په دې برید کې درې پولیس یو تن داتصالاتو دکمپنۍ کارکوونکی وژل شوي او درې تنه نور پولیس ټپيان شوي دي.

همداراز چارواکو ویلي په شهرنوسیمه کې له برید وړاندې دوو تنو ځانمرګو اوسله والو بریدګرو دکابل ښار په لویدځه څنډه کې په ۱۳ امنیتي حوزې هم بریدونه ترسره کړل.

دکابل امنیې قوندانۍ ویاند زیاته کړه د ترهګرو په دې حمله کې چې شمیر یې دوتنه وو غوښتل یې دپولیسو حوزې ته د چاودنو په ترسره کولو سره ننوزي خو دپولیسو لخوا په ځوابي ډزو کې چې یوساعت جګړه روانه وه د دواړو بریدګرو په وژل کیدو یاد برید پای ته ورسید.

حشمت وايي په دې جګړه کې ۲ تنه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

داعش ډلې دپولیسو په ۱۳ امنیتي حوزې د شوي برید مسئولیت منلی دی.

ویاند حشمت ستانکزي زیاته کړه غرمه مهال یو بل تن ځانمرګۍ برید کوونکی دشپږمې امنیتي حوزې اړوند د ګولای مهتاب قلعه سیمه کې هدف ته له رسیدو وړاندې ترپیژندلو وروسته دپولیسو لخوا په ډزو وژل شوی دی.

په کابل ښار کې د چهارشنبې په ورځ ډله ییزاو وسله وال بریدونه په داسې حال کې ترسره شول چې دکورنیو چارو وزارت دا ومنله چې دطالبانو دجګړې له اعلانولو سره دافغانستان په شمال ،شمال ختیځ ،جنوبي اوختیځو ولایتونو کې دافغان امنیتی ځواکونو وسله والو مخالفینو ترمنځ جګړې روانې دي.

دسه شنبې په ورځ طالبانو دافغانستان په شمال کې د بغلان ولایت ، تاله برفک او همداراز فاریاب بل چراغ ولسوالۍ له افغان امنیتي ځواکونو نیولې دي کوم چې د چهارشنبې په ورځ دکورنیو چارو وزارت هم ددې خبرې پخلی وکړ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG