لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:دخراساني په ترهګر نه ګرځولو امنیت شورا دوه مخي کړې ده


پاکستان ویلي د ملګرو ملتونو دامنیت شورا دترهګرو نوملړ کې د ناچله ګرځول شوې تندروه ډلې جماعت الاحرار دمشر عمرخالد خراساني دنوم په نه ورګډؤلو سره د ترهګرۍ په ضد خپل دوه ګونی معیار ښودلی دی.

پاکستان دملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندیز کړی ؤ چې دجماعت الاحرار مشر عمرخالد خراساني پاکستان کې دترهګرۍ په ګڼو بریدونو کې ککړ دی ځکه دې پرې بندیز ولګول شي.

خو راپورونه وایي چې د روانې میاشتې په څلورمه نیټه ملګرو ملتونو دپاکستان دغه وړاندیز رد کړی دی.

دپاکستان ډان ورځپاڼه لیکي چې امنیت شورا کې دپاکستان وړاندیز د امریکا لخوا په شوې نیوکه رد شوی ځکه چې پاکستان پخپل خواست کې د عمر خالد خراساني موجودیت په افغانستان کې ښودلی ؤ.

د زیارت په ورځ میډیا ته داوونیز احوال تیرؤلو په مهال دپاکستان دبهرنیو چارو ویاند ښاغلي ډاکټر محمد فیصل وویل چې په جماعت الاحرار بندیز لګول شوی خو ددغه ډلې په مشر هم بندیز لګول پکار دي.

هغه وویل “د ملګرو ملتونو د کمیټې لخوا دخالد خراساني دترهګر ګرځولو په اړوند دپاکستان د وړاندیز په رد کیدلو مایوسه شوي یو ، خو فعلاً لا کمیټې مونږ دخپلې پریکړې څخه نه یو خبر کړي”

هغه وویل دخالد خراساني لاسونه د یو شمیر پاکستانیانو په وینو سره دي، خو دملګرو ملتونو د بندیزونو لګوونکې کمیټې دترهګرۍ په ضد دپاکستان قربانۍ په پام کې نه دي نیولي اؤ خپل دوه ګونی معیار یې ښودلی دی

ویاند داهم ویلي چې پاکستان به یو ځل بیا دملګرو ملتونو د بندیزونو کمیټې ته د عمرخالد خراساني معامله وړاندي کوي خو اوس مهال یې جذئیات نه شي ښودلی.

د طالبانو نه دجدا شوې تندروه ډلې جماعت الاحرار مشر عمر خالد خراساني پاکستان کې دګڼو ترهګریزو بریدونو پړه پخپل سر اخستې ده.

عمرخالد خراساني چې خپل نوم یي عمرولي دی د مهمندو ايجنسۍ په صافو تحصيل قندارو علاقه کې زېږېدلی او پلار يې د جومات امام ؤ.

هغه ابتدايي زده کړې په کلي او بيا يې په کراچۍ کې په ديني مدرسه کې سبق ويلی دی.

ويل کيږي هغه اول په حرکت الانصار (اوسني حرکت المجاهدين )کې او بيا د تحريک طالبان پاکستان لاندې په ښکاره د کال ۲۰۰۷ عمليات پېل کړي او هم په دغه کال هغه خپل نوم د عمرولي نه عمرخالد خراساني کړو، او په مهمندو کې يې بيا خپل عدالتونه او کېمپونه هم جوړ کړي او هلته به يې فېصلې کولې.

په کال ۲۰۰۹م او لسم کې د پوځي عملياتو وروستو ويل کيږي د دوئ واک کمزور شو او خپل فعاليتونه یې د پاکستان او افغانستان په پوله پرتو علاقو کې پېل کړل او د ځينې راپورونو ترمخه وروسته هغوئ افغانستان لوري ته واوړېدل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG