لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو هلمند کې دافغان پوځ هیلي کاپټر رانسکور کړی


دافغانستان په هلمند ولایت کې دعملیاتو په مهال طالبانو دافغان پوځ یو هیلي کاپټر ویشتلی چې افغان ځواکونو وروسته دغه غورځیدلی هیلي کاپټر د جیټ الوتکو دلارې تباه کړی دی.

دافغانستان ددفاع وزارت د یکشنبې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي چې دغه هیلي کاپټر په هلمند ولایت کې دعملیاتو په مهال بیړنۍ ناسته کړې اؤ د عملې له خوندي کولو وروسته یې دغه هیلي کاپټر تباه کړل شوی دی.

افغان خبري ادارې پژواک ویلي افغان کمانډو ځواکونو د هلمند په یخچال سیمه کې د طالبانو د یو مهم کمانډر وفا دنیولو دپاره عملیات کول چې په دغه مهال طالبانو د افغان پوځ هیلي کاپټر ویشتلی خو هیلي کاپټر بیړنۍ ناسته کړې اؤ عملې ته یې کوم زیان نه دی رسیدلی.

خو دطالبانو ویاند قاري یوسف احمدي دعوه کړې چې په دغه پېښه کې ګڼ شمیر افغان سرتیري وژل شوي دي.

هلمند دافغانستان هاغه ناقراره ولایت دی چې ګڼ شمیر سیمې یې دطالبانو تر ولګې لاندې دي اؤ دغلته زیاتره مهال د امنیتي‌ځواکونو اؤ طالبانو تر مینځ د نښتو راپورونه مخې ته راځي.

په دې وروستیو کې چې طالبانو د الخندق په نوم افغانستان کې دنوؤ جګړو پیل کوؤ اعلان کړی د هغې راپدیخوا د افغانستان بیلابیلو سیمو کې افغان اؤ ائتلافي ځواکونو دطالبانو په ضد دعملیاتو لړۍ چټک کړې ده.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني اؤ نور چارواکي تورونه لګوي چې طالبانو ته د پاکستان ملاتړ ترلاسه دی اؤ د اسلام اباد په لمسه افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ افغانستان کې روانې جګړې دافغان دولت کورني کمزوري بولي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG