د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني وايي، هره ورځ افغان وګړي قرباني کیږي او دا د هغو کسانو لخوا چې د امام ابوحنیفه د لارې نا خبره دي.
د امام اعظم ابوحنیفه څیړنیز او علمي کنفرانس ته په وېنا کې جمهور رييس محمد اشرف غني ویلي چاودنې اوځانمرګي بریدونه د ابوحنیفه تګ لاره نه ده.
نوموړي وویل "مونږ هره ورځ دې خاوره کې شهیدان ورکوِؤ په دې کې زمونږ بچیان، خویندې ، سپین ږيري اوځوانان شامل دي او لامل یې هغه کسان دي چې په فتنه باندې مشغول دي او دوی د امام ابوحنیفه مکتب نه خبر نه دي او هغه چې دوی یې ترسره کوي د امام په مکتب کې ځای نه لري، چاودنې او ځانمرګي بریدونه د امام اعظم طریقه نه ده او نوموړی د ثبات او بنسټ ایښودونکی دی".
جمهور رییس محمد اشرف غني ویلي، دا مهال اسلامي نړۍ د اطرافیت له ګواښ سره مخامخ ده او پرضد یې اصولي او اساسي اقدماتو ته اړتیا ده.
هغه وویل "اساسي کار به دا وي چې خپل تمدني میراث ته کتنه وشي، د امام اعظم سترعلمي اوفقي میراث ارزښتونوته پام وشي اوله دغو وړتیاؤ څخه د عصر د غوښتونو او شرایطو سره سم دیني مسایلو د تفسیرلپاره ګټه واخلو".
محمد اشرف غني وايي ټولټاکنې ملي او اسلامي پروسه ده اوهغه نظام چې مشروعیت ونه لري او د خلکو د رایو پرمټ نه وي رامنځته شوې د پوښتنې لاندې دی.
نوموړي د امام اعظم ابوحنیفه په علمي کنفرانس کې چې د هیواد لسګونو دیني عالمانو برخه اخیستې وه وغوښتل چې په راتلونکو ټاکنو کې د برخې اخیست لپاره دافغانستان خلک وهڅوي.
همداراز جمهور رییس محمد اشرف غني له دیني علماوو نه هم د دې غوښتنه وکړه چې له فساد سره د مبارزې لپاره ټینګه ملا وتړي او د فساد پرضد د خلکو د پوهې کچه لوړه کړي.
جمهور رییس په داسې حال کې نن دوشنبې د علماو په یوې ستره غونډه کې چاودنې او ځانمرګي بریدونه دفتنې بیلګه وبلله چې د یکشنبې یا اتوار په ورځ د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې د مستوفیت په ودانۍ ځانمرګي او ډله ییزو بریدونو کې لږ ترلږه ۱۰ ملکي کسان چې د همدې ادارې مامورین اوملکي کسان پکې شامل وو وژل شوي او ۴۵ تنه نورټپیان شوي وو.
د ډله ییزو بریدونو څخه وړاندې لومړی تېره ورځ شاوخو ادولس بجې د موټر بم ځانمرګی برید ترسره شو او وروسته ۸ تنه وسله وال د مستوفیت ودانۍ ته ننوتل د دفترپه کارکوونکو اوعام ولسي خلک یې تربریدونو لاندې راوستل.
جګړه ترپينځه نیمو بجو د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ روانه وه او د۴ ساعته نښتې وروسته د اته ؤ برید کوونکو په وژل کېدو پای ته ورسیده.
دبرید مسولیت داعش ډلې پرغاړه اخیستی دی.