لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اېمنسټي انټرنېشنل: په پاکستان کې د بشري حقونو پر مدافعینو په ټولنیزو رسنیو کې بریدونه کېږي


اېمنسټي انټرنېشنل یا د بخښنې نړیوال سازمان په خپل تازه رپوټ کې ویلي، چې په پاکستان کې د بشري حقونو مدافعین د یوه پلان شوي کمپاین له مخې تر څارنې لاندې دي او د ډیجیټل بریدونو له خطر سره مخامخ دي.

د بشري حقونو دغې نړیوالې ادارې د څلورمیاشتني تحقیق په بنیاد په خپل رپوټ کې ویلي، چې په پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو کې د بشري حقونو د مدافعینو اکاونټونه د جاسوسي سافټوېرونو (سپایوېر) په وسیله هېک کېږي، موبایلونه او کمپیوټرونه یې خرابېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان یا اېمنسټي انټرنېشنل په خپل رپوټ کې دا په ډاګه کوي چې په پاکستان کې بریدګر په ټولنیزو رسنیو کې څنګه په جعلي نومونو اکاونټونه جوړوي او په آنلاین توګه د بشري حقونو مدافعین په دام کې را ګېروي، چې ویې څاري او په سایبر جرمونو کې یې په نخښه کړي.

په نړیوالو چارو کې د اېمنسټي انټرنېشنل ادارې مشر شریف السید علي وایي، د دوی څېړنې ښیي چې بریدګر د جعلي فېسبوک او ګوګل اکاونټونو له لارې ټاکلي کسان تېرباسي او هغوی په چل دې ته مجبوره کوي چې خپل پاسورډ ورته ووایي.

ښاغلی علي وایي هسې هم په پاکستان کې دا ډېر له خطره ډک کار دی چې څوک دي د بشري حقونو دفاع کوي. وایي دا د اندېښنې وړ خبره ده چې د هغوی پر کارونو څنګه آنلاین بریدونه کېږي:

"موږ د ډیجیټل بریدګرو یوه پراخه شبکه کشف کړه چې په ډېره پېچلې او سنجیده طریقه د بشري حقونو مدافعین په نخښه کوي. بریدګر په ډېره هوښیارۍ جعلي نومونه کاروي چې فعالینو ته تمه ورکړي او بیا د جاسوسي سافټوېر له لارې د هغوی پر موبایلونو، کمپیوټرونو او نورو برېښنایي وسیلو بریدونه کوي، چې ویې څاري، خطا یې کړي او حتی ژوند یې په خطر کې واچوي".

رپوټ په پاکستان کې د مدني ټولنې د مشهورې فعالې دیپ سعیدې یادونه کړې، چې ملګری یې رضا محمود خان د ۲۰۱۷م کال د دسمبر په ۲مه په جبري توګه بې درکه شو. محمود خان د سولې لپاره کار کاوه او په خپلو هلو ځلو یې غوښتل د پاکستان او هند خلک سره را غونډ کړي.

مېرمن دیپ د رضا د خوشي کېدو لپاره لاهور هایکورټ ته درخواست ورکړ او هم یې ولسي کمپاین پیل کړ. هغه وایي ډېر ژر د ځینو هغو کسانو له خوا مشکوک پیغامونه ورته راغلل چې ځانونه یې په رضا اندېښمن ګڼل.

رپوټ وایي د فېسبوک یوې کاروونکې ثنا حلیمي- چې ځان یې افغانه معرفي کاوه او ویل یې په دوبۍ کې اوسېږي او له ملګرو ملتونو سره کار کوي- په پرله پسې توګه له مېرمن دیپ سره د فېسبوک مېسنجر له لارې اړیکه ټینګه کړه او ورته ویې ویل چې د رضا محمود په اړه معلومات لري. وایي مېرمن دیپ ته یې د ځینو فایلونو لینکونه ور ولېږل چې که هغې کلیک کړي وای نو موبایل به یې خراب شوی وای.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي په پاکستان کې د بشري حقونو ګڼ شمېر مدافعین په دې ډول تېرایستل شوي او ډیجیټل بریدونه ورباندې شوي چې بریدکوونکو ځانونه پخپله د بشري حقونو فعالین ور پېژندلي دي.

XS
SM
MD
LG