لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزني:دطالبانو بریدونو کې ۲۲ عسکر اؤ۴۳ طالبانو وژل شوي


چارواکي وایي د افغانستان په غزني ولایت کې طالبانو په امنیتي ځواکونو مرګوني بریدونه کړي چې په دغه مهال د دواړو خواؤ ترمینځ سختو نښتو کې ۴۳طالبان اؤ ۲۳ افغاني پوځیان اؤ پولیس وژل شوي اؤ ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

افغان مطبوعاتو د چهارشنبې په ورځ ویلي طالبانو دغه بریدونه دغزني په زنه خان اؤ جغتو ولسوالیو کړي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري دعوه کړې چې په نښتو کې د طالبانو ۴۳ وسله وال وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي هم دي.

خو دغزني د ولایتي شورا غړي حسن رضا یوسفي خبریالانو ته ویلي چې په زنه خان ولسوالۍ کې دطالبانو بریدونو کې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه ویلي په دغو بریدونو کې ۱۳ پوځیان اؤ نهه پولیس وژل شوي اؤ ۲۵ نور ژوبل شوي دي.

د غزني امنیه قوماندان هم طالبانو اؤ امنیتي ځواکونو ترمینځ د نښتو پخلی کړی خو دعوه یې کړې ده چې په نښتو کې زیات زیانونه طالبانو ته اوښتي دي.

په دې وروستیو کې دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې د امنیت وضعه په چټکتیا سره د خرابیدو په لوري روانه شوې اؤ طالبانو په افغان ځواکونو د خپلو بریدونو لړۍ چټک کړې ده.

خو افغان چارواکي دعوې کوي چې طالبان د غلچکیو بریدونو د لارې بیلابیلو ولایتونو کې سیمې خو د وسلو په زور لاسته راوړي خو وروسته ددغو سیمو د ځان سره د ساتلو توان نه لري اؤ دافغان سرتیرو د مقاومت په ترڅ کې نیول شوؤ سیمو نه پشا کیږي.

اومه ورځ په فراه ولایت کې هم طالبانو په ګڼو مهمو سیمو د قبضې دعوه کړې وه خو افغان چارواکي وایي چې فراه یې د طالبانو د منګولو څخه ازاد کړی اؤ هغوئ ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

افغان ولسمشر مشر اشرف غني د مارچ په میاشت کې طالبانو ته د سولې وړاندیز کړی ؤ خو طالبانو دغه وړاندیز رد کړی اؤ وایي په افغانستان کې د خارجي ځواکونو تر شتون به جګړو ته دوام ورکړي‌ خو په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو کمانډر جنرال جان نیکلسن هم له وړاندې نه خبرداری ورکړی چې سږکال به افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ضد د هوایي اؤ زمکنیو بریدونو لړۍ نوره هم چټک کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG